بغلان: د پیاز او کچالو د ۷۵زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
خبر: بشر درویش

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د ۳۲۵ پروژو له ډلې د ۷۵ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي دي، چې په کې د پیازو ۴۵ او د کچالو ۳۰ زېرمتونونه شامل دي.
124684009 3798498150174757 7262529651234107280 o.jpg? nc cat=101&ccb=2& nc sid=730e14& nc ohc=XgKVCZYvAS4AX tTUXW& nc ht=scontent.fkbl5 1 بغلان: د پیاز او کچالو د ۷۵زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بغلان ولایت په ۳۲۵نویو کرنیزو پروژو کې د پیازو ۲۱۸ زېرمتونونه، د کچالو ۱۰۱ زېرمتونونه او د مېوو لپاره شپږ صفرانرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو ۵۰ لمریز وچوونکي دستګاوو وېش شامل دي.
124980757 3798498156841423 3284265672156337000 n.jpg? nc cat=101&ccb=2& nc sid=730e14& nc ohc=tDVcw9b7XLsAX wIbqZ& nc ht=scontent.fkbl5 1 بغلان: د پیاز او کچالو د ۷۵زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ شوې
سرچینه زیاتوي چې ددغو پروژو له ډلې د ۷۵ پروژو رغنیزې چارې بشپړ شوي او د پاتې نورو پروژو چارې به هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.