افغان کرکټ بورډ کې بدلون: عزیزالله فضلي وايي نور بدلون هم را روان دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۱ مه نېټه د افغان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړه چې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر نوروز منګل له دندې لرې او پرځای یې دولت احمدزی په دنده وګمارل شو.
د ده سربېره اسدالله خان او پاچاحُسېن د غوراوي کمېټې غړي شول.
د ډېسپلین کمېټې لپاره الله داد نوري مشر وټاکل شو، عبدالولي امین او احمدشاه سُلېمانخېل د یادې کمېټې غړي شول.

شېراغا همکار چې وړاندې د ملي لوبډلې مدیر و، هغه له مدیریت څخه لرې شوی. بشیرستانکزی چې مخکې د کرکټ ډایریکټر یا لارښود و، هغه څوکۍ یا پوسټ له منځه ولاړ.
د کرکټ بورډ مشر د خبري کنفرانس په ترڅ کې ویلي، چې بشیرستانکزي ته به بل مسئولیت ورکړي. او ډاکټر نورعالم فرید د امو زون د مدیر په توګه ټاکل شوی دی.
په کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د عام خلکو او لوبغاړو له خوا ډېر انتقادونه کېدل، چې ډېری خلکو پکې فساد او د لوبغاړو د ګومارنې په برخه کې انتقادونه لرل.
د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د نورعلي او شاپورځدران له خوا په کرکټ بورډ سخت انتقادونه وشول، چې ګواکې دوی یې په لوی لاس له لوبو لرې کړي، هغه مهال د کرکټ بورډ پخواني مشر عاطف مشعل هم رسنیو سره په مرکو کې وویل، چې د لوبغاړو اخېستل د کرکټ بورډ کار نه و، بلکې د بهرنیو ډونرانو کار و، هغوی لوبغاړي یې په ازاد ډول رانیول او لوبډلو کې شاملول.
له دې وروسته د ولسمشر د فرمان له مخې عاطف مشعل له دندې لرې شو او پرځای یې د بورډ پخوانی مرستیال عزیزالله فضلي د بورډ مشر شو او نن یې په بورډ کې تغیرات رامنځته کړل.
دا چې ځېنې کسان له دندو لرې شول او بل مسئولیت هم تر اوسه ورته نه دی مشخص شوی او دا چې هغوی به څه وایي وخت به یې معلوم کړي.
عزیزالله فضلي د لا نورو تبدیلیو خبره کړې ده او ویلي یې دي نړیوال پنځوس اوریز جام ته به غوره لوبډله ولېږي، ترڅو په درست ډول د افغانستان استازيتوب وکړي.
https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/videos/553223118447160/