کابل د شنبې په ورځ د افغانستان ـ چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د دویمې درې اړخیزې غونډې کوربه و.
دا درې اړخیزه غونډه، چې تر ډېره د ورځې پر ترټولو تودې مسئلې( افغان سولې) را څرخیده، د چین د بهرنیو چارو وزیر پکې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې بهیر ومني او پر پاکستان یې غږ وکړ، چې د سولې خبرو ته دغه ډله راضي کړي.
له دې سره هم مهاله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی، چې تر دوه ورځو به د پاکستان په منځګړتوب د وسله والو طالبانو استازي له امریکایي پلاوي سره د سولې مخامخ مذاکرات پيل کړي.
دلته پوښتنه دا ده، چې د سولې خبرو ته د پاکستان د مرستې ژمنې تر کومه ځایه د چین او تر کومه ځایه د امریکا د خوشالولو لپاره دي؟
پاکستان واقعاً د سولې مذاکراتو د بریالیتوب لپاره لاس په کار شوی که بیا کومه لوبه لري؟
چین له دغو مذاکراتو سره ولې لېواله شوی او بالآخره افغان سولې ته له بهرنۍ همکارۍ ور اخوا نور څه ضرور دي، چې په کور دننه کیدای شي؟
د پاکستان څو اړخیزه لوبه
پاکستان د سولې په برخه کې وروستیو همکاریو ته په داسې وخت لېوالتیا ښودلې، چې په دې اړه د مرستې د وعدو نه پوره کولو یې ان امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ را پارولی.
ټرمپ پاکستاني صدراعظم ته په یوه ځانګړي لیک کې ویلي و، چې طالب استازي باید مخامخو مذاکرو ته کینوي.
له دې سره هم مهاله د افغان سولې په نوم په سیمه کې د امریکا او سیمه ییزو قوتونو لوبه هم ګرمه ښکاري.
په دغه بهیر کې د امریکا مهم رول سیمه ییزو قوتونو ته د منلو وړ نه دی. چین په سیمه کې د امریکا د یوه لوی سیال په توګه، چې پرپاکستان تر امریکا زیات نفوذ لري، نه غواړي چې امریکا په سیمه کې هم ترټولو لوی ځواک رول ولوبوي.
چین له یوه اړخه له امریکا سره د سیالۍ او له بله اړخه په افغان سیاست کې د خپل رول د نه کمرنګه کیدو په نیت پاکستان له افغان سولې سره ظاهراً لفظي همکارۍ ته هڅولی.
پاکستان، چې د دې همکارۍ د وعدو د نه تطبیق له کبله پرې ان د امریکا یو شمېر مرستې بندې شوي، په دغه حالت کې د خپل همېشني څو مخي سیاست مطابق څو اړخیز رول لوبوي.
له یوه اړخه افغان حکومت له سولې بهیر سره د همکارۍ په نوم احسانمندوي؛ له بلې خوا له امریکا سره اړیکې رغوي او په هم مهاله ډول خپل ترټولو لوی مرستندوی (چین) خوشالول غواړي.
البته د همکارۍ د دا ډول ژمنو کول د پاکستان دوامداره کار دی، دغه هېواد په ځلونوـ ځلونو د مختلفو څو اړخیزو غونډو، کنفرانسونو او لوړپوړو چارواکو د سفرونو ـلیدنو له لارې ورته ژمنې کړي، خو په عمل کې د پام وړ همکاري یې نه ده لیدل شوې.
په کور دننه بې باورۍ
په افغانستان کې سره له دې، چې په ظاهري لحاظ د سولې لپاره حکومتي هڅې تر بل هر وخت جدي او د پام وړ ښکاري، خو په عمل کې له بده مرغه دا هڅې د ټولو سیاسي خواوو د قناعت وړ نه دي.
د حکومت یو شمېر منتقدین په حقه یا نا حقه دغو هڅو ته د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو اړوند د کمپایني اقداماتو په سترګه ګوري او د سولې د ملي مشورتي بورډ په نوم اعلان شوی لیست له مشروعیت او پوره باور څخه بې برخې یادوي.