افغانستان په خپله دریمه ټیسټ لوبه کي بنګله دېش ته سخته ماته ورکړه.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغانستان نن په خپله دریمه ټیسټ لوبه کي د بنګله دېش په کوربتوب یاد هیواد ته په ۲۲۴ منډو ستره ماتي ورکړه.
دا سیالي چي د بنګله دېش د چټوګرام ښار په یو نړیوال لوبغالي کي ترسره سوه، له پرون راهسي څو ځله د باران له امله ودرېدله.
ددې سیالۍ پچه افغان لوبډلي ګټلې وه او په لومړۍ ورځ یې بنګله دېش ته په توپ وهنه کي ۳۴۲ منډي جوړي کړي وې.
افغان ملي لوبډلي په دې لوبه کي بنګله دېش ملي لوبډلي ته د ۳۹۸ منډو هدف وټاکړ.
د افغان لوبډلي لپاره په دې سیالیو کي پخواني لوبډلمشر اصغر افغان تر ټولو ډېري ۱۴۲ منډي او دوې پنځوسیزي، رحمت شاه ۱۰۲ منډي او یوه سلیزه، ابراهیم ځدراڼ ۱۰۸ منډي او یوه پنځوسیزه، افسز ځاځي ۹۹ منډي او راشدخان یوه پنځوسیزه ووهل او ټولي یې ۷۵ منډي وکړلې.

د افغانستان لپاره رحمت شاه لومړی لوبغالی سو، چي د هیواد لپاره په ټیسټ لوبه کي سلیزه وهي.
د بنګله دېش لپاره په توپ اچونه کي تاجل الاسلام تر ټولو ډېري ۶ او لوبډلمشر شکیب الحسن ۵ ویکیټي ترلاسه کړلې.
په دې لوبه کي د بنګله دېش لپاره تاجل الاسلام لومړی لوبغاړی سو، چي د ملي لوبډلي لپاره په ۲۵ ټیسټ لوبو کي ۱۰۰ ویکیټي پوره کوي.
د بنګله دېشه لوبډلي په دوهمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ او په څلورمه او اخیري ورځ یې بیاهم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډي جوړي کړې.
د بنګله دېش لپاره یوازي مؤمن الحق یوه پنځوسیزه ووهل او شکیب الحسن تر ټولو ډېري ۵۵ منډي په دریو ورځو کي وکړې.
په توپ اچونه کي د افغان لوبغاړو لخوا بهترینه لوبه وسوه.

راشدخان تر ټولو ډېري ۱۱، محمدنبي ۴، زهیر خان ۳، قیس او یمین احمدزي یوه یوه ویکیټه واخیستل.
په دې لوبه کي راشدخان د پاکستاني عمران خان هغه ریکارډ مات کړ چي په ټیسټ لوبه کي یې جوړ کړی وو.
راشدخان د ټیسټ لوبي د ځوان لوبډلمشر په توګه په یوه لوبه کي ۱۱ ویکیټي پوره کړې او یوه پنځوسیزه یې ووهل او په دې سره یې دا نړیوال ریکارډ مات او په خپل نوم کړ.
خان د ننۍ لوبي غوره لوبغاړی هم اعلان سو.
همداراز د افغانستان دا دریمه ټیسټ لوبه د محمدنبي لپاره وروستۍ لوبه سوه.
محمدنبي ددې لوبي په جریان کي د ټیسټ لوبو څخه استعفاء اعلان کړه.
هغه دا کار د ځوان لوبغاړو ټیسټ لوبو ته د راتګ په خاطر وکړ.

افغان ملي لوبډلي تردې مهال درې ټیسټ لوبي کړي.
لومړۍ لوبه یې پر هند بایللې، دوهمه یې له ایرلینډ څخه ګټلې او دریمه یې نن له بنګله دېش څخه وګټل.
افغان ملي لوبډلي ددې ټیسټ لوبي په ښه پیل سره د کرکیټ نړیوالي شورا په درجه بندۍ کي د ټیسټ لوبو ۱۰مه غوره لوبډله سوه.
افغان ملي لوبډله بیا هم په بنګله دېش کي پاته کي او په درې اړخیز سریز کي ونډه اخلي.
ټاکل سوې د رواني عیسوي میاشتي پر ۱۳ نېټه د جمعې په ورځ د زمبابوې، بنګله دېش او افغان ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سریز پیل سي.
ددې سریز لومړۍ لوبه د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ ترسره کیږي.