د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې ۷ لوبې لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ مانتلي مجلې لیکلي، چې افغان الف یا ای لوبډله بنګله دېش ته د اووه لوبو لپاره سفر کوي.
دې مجلې لیکلي چې افغان الف لوبډله به د جولای په ۵ مه نېټه خپله لومړۍ ۴ ورځنۍ لوبه په کولنا ښارکې ترسره کړي.
دې لوبلړۍ کې دوه څلور ورځنۍ ټېسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې شاملې دي.
دوهمه څلور ورځنۍ لوبه به د جولای په ۱۲ مه نېټه چوټوګرام سیمه کې پیل شي.
له دوو څلورو ورځنیو سیالیو وروسته به افغان الف لوبډله خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۹ مه نېټه په چوټوګرام سیمه کې کوي.
دوهمه یو ورځنۍ لوبه به د جولای په ۲۱ مه نېټه په همدغې سیمه کې ترسره شي.
دریمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۲۴ مه نېټه ترسره کېږي، څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې به افغان الف لوبډله په سوار سیمه کې د سیالۍ ډګرته ښکته شي؛ دا لوبه د جولای په ۲۷ مه نېټه ترسره کېږي.
او پنځمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۲۹ مه نېټه په سوار سیمه کې ترسره کېږي.
دا لومړی ځل دی، چې افغان الف لوبډله بنګله دېش ته د ۷ لوبو سیریز لپاره سفر کوي.
اوس د عیسوي کال ۶ مه میاشت ده او راروانه میاشت یې جولای ده، چې اوومه میاشت کېږي او افغان الف لوبډله هم په همدې میاشت کې په پنځمه نېټه له بنګله دېش الف لوبډلې سره لوبلړۍ لري.