افغان لوبډلې د څلورم ځل لپاره پاکستان مات کړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نن د اسیا جام نولس کلنو لوبډلو په لړکې افغان لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې سره مخ وه.
د دې سیالیو اتلولي یو ځل افغانستان او ۶ شپږ ځلې هند ګټلې ده.
افغان لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستانۍ لوبډلې ته پایلوبه کې په ۱۸۵ منډو ماته ورکړه او اتلولي افغانستان واخېسته، د هغې لوبې غوره لوبغاړی اکرام علي خېل او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی
مجیب الرحمن راغلی و.
۲۰۱۸ م کال کې د دې سیالیو اتلولي هند وګټله او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه، افغان لوبډله بیا نیمه پایلوبه کې د سریلانکا له خوا ماته شوې وه.
اوس یو ځل بیا افغانستان او پاکستان سره مخ وو، دا لوبه په سریلانکا کې په پي سارا اوول لوبغالي کې وه، نن دوه لوبې وې بله لوبه د هند او کوېټ ترمنځ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې ده.
سږ کال افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سریلانکا، نېپال، عربي متحده امارات او کوېټ دې جام کې لوبېږي.
افغان لوبډله په الف ګروپ کې لومړی مقام واخېست او پاکستان ته یې په ستر توپیر ماته ورکړه.
i (2).jpg
د افغانستان پاکستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلو لوبې
افغان او پاکستانۍ لوبډلې ۶ ځلې سره مخ شوي دي، چې یوه لوبه د باران له امله لغوه شوې وه، یوه لوبه پاکستان ګټلې او څلور ځلې بیا افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله ماتې کړې ده.
او د شپږم ځل لپاره دواړه لوبډلې مخ وې،  دغه لوبه هم افغان لوبډلې په ۸۳ منډو وګټله.
سږ کال په افغان لوبډله کې تازه او نوي لوبغاړي دي، نوین الحق، قېس احمد، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران او مجیب الرحمن نشته.
ټول ځوان لوبغاړي دي.
د پاکستان او افغان لوبډلې اوسنۍ لوبه
پاکستان د پچې په ګټلو سره توپ اچونه وکړه، لوبه د باران له امله ۴۶ اورونوته راښکته شوه، افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډو وکړې؛ خو د ۴ اورونو په بدل کې بیا افغانستان ته شل منډې ورکړل شوې او پاکستان ته په پوره ۵۰ اورونوکې ۱۶۳ منډې هدف ورکړل شو.
د پاکستان لپاره عامر علي او فهد منیر درې، درې وېکټې واخېستې.
پاکستان په شلم اوورکې خپلې ټولې وېکټې له لاسته ورکړې او ۷۸ منډې یې وکړې.
د افغان لوبډلې لپاره فضل الحق، عابدالله تڼیوال او نوراحمد دوه، دوه وېکټې، شفیق الله غفاري درې وېکټې او جمشید خان یوه وېکټ واخېسته.
د لوبې غوره لوبغاړی افغان ۱۷ کلن ځوان لېګ برېک ګوګلي بالر شفیق الله غفاري اعلان شو.
د لوبو مهالوېش
سبا د جمعې په ورځ سریلانکا د سپټمبر په ۶ مه نېټه سریلانکا له نېپال سره او بنګله دېش له عربي متحده اماراتو سره لوبه کوي.
د سپټمبر په ۷ مه نېټه د شنبې په ورځ هند او پاکستان او افغانستان او کوېټ لوبې لري.
د سپټمبر په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ سریلانکا او متحده امارات، بنګله دېش او نېپال سره لوبېږي.
د سپټمبر په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ هند د افغانستان پر وړاندې او پاکستان د کوېټ پر وړاندې لوبه کوي.
د سپټمبر په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ سریلانکا د بنګله دېش پر وړاندې او عربي متحده امارات د نېپال پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
لومړۍ نیمه پایلوبه د سپټمبر په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ او دوهمه نیمه پایلوبه هم د پنجشنبې په ورځ کېږي.
پایلوبه بیا د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره کېږي.