عدنان سميع د کابل بريد شيطاني عمل بللی.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال : مدثر دعوت
د هندوستان مشهور سندرغاړی عدنان سميع وايي د کابل بريد سخت غمجن کړی او دا يې شيطاني او وحشيانه عمل بللی دی.
عدنان سميع چې د تيرو څو مياشتو راهيسي يې د افغانانو سره د مينې او ملګرتيا تار غزولی،کله ورته په پښتو او دري ژبو سندري وايي او کله بيا ورته د نوي کال مبارکي وايي،خو دا ځل غمجن دی د کابل پرونۍ خونړۍ پيښه يې غندلې او يو وحشيانه او شيطاني عمل یې ياد کړی.

عدنان سميع پرخپل ټويټر اکاونټ ليګلي :” زما زړه د هغو بيګناه ماشومانو او ميندو لپاره ويني کوي چې د کابل په ښځينه روغتون کې په وحشيانه بريد کې وژل سوي،دا ترهګر د شيطان کارکوونکې دي او بايد په ورته منطق ځواب ورکړل سي “


د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د کابل د ديارلسمې حوزې په دشت برچي سيمه کې د ښځو او نويو زيږيدلو ماشومانو پر روغتون باندې په بريد کې ۱۳ کسان وژل سوي او ۱۵ تنه نور ټپيان دي،خو د کابل د ديارلسمې حوزې نماينده او د دشتي برچي روغتون د روغتيايي شورا رئيس سخي داد بشردوست رسنيو ته ويلي چې د ۲۵ جسدونو څخه يې ۲۲ جسدونه چې د ښځو وه عدلي طب ته ليږلي دي.

په نړيواله کچه د کابل پرونۍ پيښه په کلکو ټکو وغندل سوه،که څه هم طالبانو د يادې پيښي مسوليت ونه منی او د داعيش ډلي يې پړه پر غاړه واخيسته خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان ملي، دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د دفاعي حالت څخه د يرغليز حالت د خپلولو امر وکړ.