انګلستانیانو ته د مسلمان عادل رشید دا کارنامه!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې مسلمان تکړه او نامتو سلو توپ اچونکی عادل رشید په انګلستانۍ لوبډله کې لومړی سلو توپ اچونکی شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې.
عادل رشید دا کارنامې ته د ایرلینډ په وړاندې په دوهمه لوبه کې ورسېد، چې دده خپله بیا ۱۰۲همه یو ورځنۍ لوبه وه.

پرون انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره کړه، چې د لومړۍ لوبې په څېر انګلستان په یاده لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه او سریز یې ورڅخه وګاټه.
په یاده لوبه کې عادل رشید د ایرلیڼډ درې لوبغاړي وسوځول.

عادل رشید ددې ترڅنګ د انګلستانۍ کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۱۹ ټیسټ، ۱۷۵ فرسټ کلاس او ۲۱۷ بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۵۴۰ منډې او ۶۰ ویکټې، په فرسټ کلاس لوبو کې ۶۸۲۲ منډې او ۵۱۲ ویکټې او لیست اې لوبو کې یې بیا ۱۷۰۹ منډې او ۲۸۹ ویکټې اخیستې دي.
په انګلستانۍ لوبډله کې مسلمان عادل رشید داسي لوبغاړی دی، چې هر وخت یې له ځانه کارګردګي ښوودلې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.