په ټولنیزو شبکو روږدي کېدل؛ نښې، ګټې او حللاره یې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
ژباړه: صديقه پوپلزۍ

په ټولنیزو شبکو روږدتیا یو له انټرنټي روږدي کېدلو څخه شمېرل کیږي، او دې ډول روږدي‌ کېدلو ته رفتاري اعتیاد ویل کیږي.
په ټولنیزو شبکو روږدي کېدل د دې سبب کیږي چې وګړي ونشي کولای خپل ټيلفون بند کړي یا هم ډېر کار ورنه وانخلي.
همدې لپاره، دوی تل یا مسج کوي یا هم په هر حالت او شرایطو کې انلاین وي.

د ټولنیزي شبکو په هکله څېړنه چې شوې؛

ـ فیس بوک د ګټه اخیستنې له نظره په ټوله نړۍ کې تر ټولو لویه ټولنیزه شبکه ده، چې د ۲۰۰۴م د فبرورۍ څخه کار پیل کړی او شاوخوا ۱۰۶ میلیارد وګړي ترې ګټه اخلي.
ـ لېنکډین، په ۲۰۰۲م د ډسامبر کې جوړ او په ۲۰۰۳م کې کار پیل وکړ.
دا د ډاډ وړ ټولنیزه شبکه د تبلیغ او کسب او کار لپاره دی، دا سایټ د ۲۴ نړیوالو ژبو سره او د ۴۰۰ میلیونو څخه ډېر کسان ترې ګټه اخلي.
ـ تلګرام، په لومړیو کې یوازې یوه پیغام رسونکې شبکه وه خو د نورو مواردو په زیاتېدلو سره لکه ډلې او کانالونه، لږ لږ په یوې ټولنیزي شبکې بدله شوه.
تلګرام په ۲۰۱۳م کې د پاول ډورف په واسطه جوړ شو. د اپریل ۲۰۲۰م کال پوري د ۴۰۲ میلیونو څخه ډېر کسان ګټه ترې اخیستله، د تلګرام مسولینو وړاندوینه کړې، چې د ۲۰۲۲م پوري به، یو میلیارده ګټه اخیستونکې ولري.
ـ یوتیوب، یو له محبوبي ټولنیزو شبکو څخه دی، چې وېډیو په کي خپریږي. د ۲۰۰۵م په فبرورۍ کې جوړ شو. د ګوګل وروسته یوتیوب دوهمه نړیواله شبکه ده چې طیات طرفداران لري.

هغه نښي چې په ټولنیزو شبکو زموږ رودتیا ښيي!

۱.سهار وختي له هر څه نه مخکې ټولنیزي شبکې ګورئ.
۲.خپل ډېر ساعتونه وخت د بېځایه شیانو په تعقیب کولو تېروئ.
۳.اړینه نه ده چې چېرې یاست، خو د ټولنیزو شبکو څخه په هېڅ حالت کې لاس نه اخلئ.
۴.د هر څه او هر کار څخه عکس اخلئ.
۵.داسې فکر کوئ چې د نوي پیغام غږ اورئ.
۶.یوازې د ټولنیزو شبکو له لارې د ملګرو سره مو اړیکه لرئ.
۷.تر هر څه ټولنیزو شبکو ته اولویت ورکوئ.
۸.حواس مو لایکونو ته ډېر وي.
۹.پرته له انټرنټ ژوند درته ستونزمن دی.

د ټولنیزو شبکو ګټې؛

نویو دندو ته لاسرسی، د وګړو سره د ملګرتیا اړیکې رامنځته کول، د محصولاتو پیر او پلور، د عکسونو او ویدیوګانو ایښودل، د ښو وګړو پیدا کول، ښه مطالبو ته لاسرسی، لکه: علمي، هنري، د نویو معلوماتو څخه خبرېدل.

څنګه کولای شو چې په ټولنیزو شبکو له روږدتیا مخنیوی وکړو؟

له خپلو ملګرو سره وخت تېر کړو، په خپل اعتیاد/ روږدتیا اعتراف وکړو، د انلاین کېدلو اندازه په دوامداره توګه مدیریت کړو، په ټولنیزو شبکو کې ګډون کم کړو، ځینې وخت خپل ټیلفون کور کې پرېږدو، خپل ډېر وخت حقیقي نړۍ کې تېر کړو او خپل ډېر وخت د کورنۍ سره تېر کړو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.