افغان کرکټ بورډ کې څه بدلونونه رامنځ ته شوې او ولې؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغان کرکټ بورډ کې د یادې ادارې د مشرتابه له لوري يو لړ بدلونونه رامنځته شول چې د دغې ادارې د بورډ غړو تر څنګ ځینو نورو برخو ته هم نوي کسان وروپېژندل شول.
د افغان کرکټ بورډ رييس عزیزالله فضلي نن د دغو بدلونونو په اړه خبرې غونډې څرګنده کړه چې د کرکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ، د ښار جوړونې او اراضۍ سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ نوي غړي معرفي شول.
ښاغلي فضلي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وويل:
”موږ ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو لپاره دغه نومونه لېږلي وو چې هغوی منظور کړل او له نن وروسته به دوی د دغې ادارې د بورډ غړي وي.“
د کرکټ بورډ مشر وایي د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره هم نوي کسان معرفي شول، چې د غوراوي کمېټې څخه د مشر غوراوي کمېټې یا چیف سلېکټر ځای ختم کړای شو او پر ځای يې دوه غړي غوره شول چې يو يې له ۱۹کلنو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مول او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.

د کرکټ بورډ رئیس عزیز الله فضلي وویل:
”مجاهد ځدراڼ له دې وړاندې د ملي لوبډلې د روزونکي، د غوراوي کمېټې او اړوند نورو برخو کې دندې ترسره کړې، همدا راز ښاغلی انډي مول هم هغه یوازېنی بهرنی روزونکی دی، چې د افغانستان نولس کلنو او الف یا ای لوبډلې د روزونکي په توګه يې دنده ترسره کړې، افغانستان ته راغلی دی او دلته يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده.“
د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی بیا د کورني کرکټ د لوبډلو او کم عمره لوبغاړو د ملي لوبډلو (۱۵ کلن، ۱۷ کلن او ۱۹ کلن) د غوراوي کمېټې مسوول وټاکل شو، چې له دې وروسته به هغه د کورني کرکټ لپاره لوبغاړي غوره کوي.
همدا راز ښاغلي فضلي وویل، د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه ریاست بست چې اوسمهال د سرپرست مشر اسدالله خان له لوري پر مخ وړل کېږي، د دغه بست لپاره به هم نوي کسان چې د افغانستان کرکټ بورډ د اساسنامې په شرایطو برابر وي، د بورډ غړو په سلا-مشوره غوره شي او له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د منظوري ترلاسه کولو وروسته به په رسمي ډول معرفي شي.
د رسنيو په برخه کې هم بدلون راغی چې د رسنيو د برخې نوی مدیر جار عبدالرحیمزی وټاکل شو.
د کرکټ بورډ عمومي رييس وويل چې د افغانستان پريمئير ليګ (ای پي ال) به د اکتوبر په مياشت کې ترسره کېږي او د دغه شل اوريزه ليګ د ښه ترسره کولو لپاره هم کمېټه ټاکل شوې چې په دغه کمېټي کې شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج الدین راز او عبدالهادي دريځ د غړو په توګه غوره شوي دي.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي:
”دا ځل مو هڅه دا ده چې د APL ليګ تر تېر هغه هم ښه ترسره کړو او د همدې لپاره یې ورته کمېټه وټاکله چې ټول کارونه به په وخت او په روڼ ډول ترسره شي“.
د کرکټ بورډ په خبره په دغه ليګ کې به د بهرنيو او د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو تر څنګ په کورني کرکټ کې لوبېدونکي ډېر لوبغاړي هم ولوبېږي او هيله شته چې ښه استعدادونه به پکې راښکاره شي.
دغه راز د یادې ناستې په ترڅ کې د غوراوي کمېټې پخواني مشر دولت احمدزي هم څرګندونې وکړې او په وینا یې، په اداره کې دغه ترسره شوي بدلون ته بشپړ درناوی لري او هیله ده په دغو بدلونونو سره نور غوره او مثبت بدلونونه هم رامنځته شي.
ځېنې افغان کرکټ مینوال وایي، چې دا بدلونونه د ولسمشر محمداشرف غني په امر شوي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي، چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې د نوي لوبډلمشر تر سرپرستۍ لاندې درې لوبې پرله پسې وبایللې، شهزاد محمدي له سیالیو رابهر شو، په ځېنو لوبغاړو بیا هېوادوالو سخت انتقادونه وکړل، د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټې او مشرتابه هم د نیوکو فشار و، بالاخره کرکټ بورډ مجبور شو، ډېر ژر په رهبرۍ کې بدلون رامنځته کړي.
د پخواني لوبډلمشر له بدلولو سره سم د لوبغاړو په منځ کې ډلبازي پیل شوه او همدا علت دی، چې لوبغاړي اوس په نړیوالو مېدانونو ښه نه ځلېږي او پرله پسې ماتې خوري.
دا چې د افغانستان د کرکټ راتلونکی له بحرانه وژغورل شي لا اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي.