ابوریحان البیروني؛ هندي علمي کتابونه یې عربي ته او عربي کتابونه یې سنسیکریت ته وژباړل

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

نوموړی چې د نړۍ له نامتو عالمانو څخه دی، په ۳۶۲ هجري قمري کې د آرال سیند په سویلي سیمه کې له خوارزم څخه بهر نړۍ ته راغی. ابوریحان له وړکتوب څخه علم او دانش پیل کړ. لومړنی ښوونکی یې ابو نصر منصور و چې د ده د تربیې لپاره یې ملا وتړله.
اوولس کلن و چې د یوې مدرج حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار لوړوالی اندازه کړ. د کورنیو جګړو لپاره البیروني ځان پټ کړ، هغه یو څه وخت د ري ښار په کاث کلي کې تېر کړ، په هغه ځای کې یې په ډېر فقر او بېچاره‌ګۍ کې ژوند کاوه.
نوموړي له یو څو کسه سلطنتي کسانو سره شخصي اړیکې درلودې. دی چې کله په خوارزم کې اوسېده د خوارزم شاه له خوا حمایه کېده، له هغې څخه وروسته یې د شمس المعالي قابوس خدمت کاوه، چې د هغه حمایت او مرسته ورسره وه.
البیروني چې کله بخارا ته دننه کېږي، د منصور ساماني دربار ته یې لاره موندلې. ده دې آثار الباقیه په نامه کتاب چې د ایراني یهودي او مسیحي ملل د ژبې، تاریخ او سنت په اړه ده، د هغه په نامه کړی. د البیروني له معاصرانو څخه یو ابو علي سینا و. په هغه وخت البیروني او ابو علي سینا ډېرې پوښتنې او ځوابونه او تاوده بحثونه د نور او حرارت د انتقال د نحوه په اړه درلودل. بیروني تقریباً په کال ۴۲۰ کې د التفهیم کتاب د نجوم او هندسې په هکله ولیکه.
نوموړي خپل بل کتاب د مسعودي قانون په نامه سلطان مسعود غزنوي ته تقدیم کړی چې ډېر یې د نجوم او هندسه په اړه ده. ده حقایق یوازې په لیکلو نه منل، بلکې غوښتل یې چې په مستقیم ډول څېړنې وکړي.
عربي او فارسي ژبه یې ښه زده وه. مورنۍ ژبه یې خوارزمي وه، خو خپلې لیکنې یې په عربي ژبه کولې. همدارنګه په هندي ژبه یې هم تسلط وموند، تر هغه ځایه چې د هندي حکیمانو په مرسته څو هندي علمي کتابونه یې عربي ته وژباړل او عربي کتابونه یې سنسیکریت ته وژباړل. د اسطرلاب کشف او اختراع نوموړي ته منسوبېږي چې په دې هکله یې هم کتاب لیکلی. په ۴۴۰ هجري قمري کې په غزنین کې ومړ.
ابوریحان البیروني ډېر آثار لري چې تالیفت یې تر ۴۲۷ هجري قمري پورې لیکلي چې ټول ۱۱۳ کتابه کېږي. له هغې جملې څخه څو نومونه دلته ذکر شوي:
التسطیح و تبطیح الکور – الاستخراج الاوتار فې الدائره – التفهیم لاوائل صناعة التنجیم – مقالید علم الهیئة – الاستعیاب فې صنة الاسطرلاب.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.