اروپايي ټولنه؛ عبدالله عبدالله دې نور سیاسي کړکېچونه پای ته ورسوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ولمه ځلا
یاران ۱۳۹۹ غویي لسمه
اورپایي ټولنې یو ځل بیا له پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله څخه غوښتي چې سیاسي کړکېچونو ته دې د پای ټګی کېږدي.
اروپايي ټولنې دغه څرګندونې نن (۱۰مه غويي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړې دي.
په دې خپرپاڼه کې راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله باید په افغانستان کې د کرونا وبا او د سولې د خبرو د پېلېدو په موخه سیاسي کړکېچونو ته د پای ټکی کېږدي.
دې ټولنې څرګنده کړې که چېرې دغه سیاسي کړکېچونه پای ته ونه رسېږي، نو افغانان به له روغتیايي او مالي ګواښونو سره مخ شي.
دغه راز تر دې وړاندې ډاکتر عبدالله عبدالله د اورپايي ټولنې د سفیرانو د پلاوي مشر او د ناورې د سفیر سره تر ټلیفوني خبرو وروسته ویلي چې د سیاسي کرکېچونو پای ته رسولو لپاره چمتو دی.
پخواني اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي په هېواد کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر چمتو دی چې سیاسي کړکېچونو ته د پای ورکړي.
دغه راز ده پر خپل ټوېټ کې د اوربند پر ټېنګښت هم تاکید کړی دی.
خو بل لور ته د جمعیت اسلامي ګوند بیا د اورپايي ټولنې دغه څرګندونې یو اړخیزې بولي او د منلو وړ یې نه ګڼي.
دغه ګوند په یوې اعلامیه کې لیکلي چې په افغانستان کې به هغه وخت سیاسي کړکېچونه له منځه ځي چې د خلکو رایو ته احترام او د خلکو د رايو په بنسټ ولسمشر وټاکل شي.
د یادونې وړ ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچونو د له منځه وړلو لپاره یو شمېر پخوانيو جهادي او سیاسي مشرانو هم هڅه کړې وه.
دغې دلې هیله ښودلې وه چې ژر تر ژر به د دوی ترمنځ شته ستونزې حل او د بین الافغاني مذکراتو لپاره به لاره هواره کړي.
تر دې وړاندې هم اروپايي ټولنې پر افغان سیاسیون غږ کړی و چې د دوی ترمنځ شته ستونزې حل او د سولې خبرو ته لاره هواره شي.
ارګ بیا وايي چې د سياسي کړکېچونو د له منځه وړلو لپاره چمتو دی او داسې یو حکومت به رامنځته کړي چې ټولو افغانان ته د منلو وړ وي.
تر دې وړاندې د ارګ له لوري د سیاسي کړکېچ د له منځه وړلو لپاره پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د سولې د مصالحې شورا د مشری وړاندیز شوی و چې ټول صلاحیتونو به یې د ولسمشر د یو مرستیال په ټوګه ورکول کېږي.