ای بي ډویلیرس وایي که نړیوال شل اوریز جام وروسته شي د ده لوبېدل پکې شکي دي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

یاران سپورټس
د نړۍ غوره کرکټ لوبغاړی او د افریقا د کرکټ ستوری لوبغاړی ای بي ډیویلیرس د سویلي افریقا له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که د کرونا ویروس له امله د ۲۰۲۰م شل اوریز نړیوال کرکټ جام وځنډول شي، نو دی به ونشي کولای چې د ناسمې روغتیا له امله د ۲۰۲۱م په نړیوال شل اوریز جام کې د افریقا په ګټه ولوبېږي.
د ۲۰۱۸ او ۱۹م کلونو په اوږدو کې ای بي ډیویلیرس د سویلي افریقا کرکټ لوبډله په نړیوال کرکټ کې پرېښوده او له لوبو یې استعفا وکړه.
خو سوداګریز کرکټ ته یې د نړۍ په کوټ، کوټ کې دوام ورکړ.
ډیویلیرس د نړۍ په کچه د کرکټ نړۍ یوه نه هېرېدونکې څېره ده، چې لوبې ډېر خلک په ځان رامات کړي دي.
ډیویلیرس د ملا برخه کې ټپ لري او وایي چې عمر یې څومره لوړېږي؛ نو روغتیا یې له ستونزو سره مخ کېږي.
هغه ویلي وو چې دی به د ۲۰۲۰م نړیوال جام کې د افریقا لوبډلې ته ورستون شي او بیا به لوبې پرېږدي.
هغه د کرکټ په نړۍ کې له پخواني افریقایي لوبغاړي مارک بچر څخه هم مننه کړې.
د ډویلیرس په خبره دی چې کله کرکټ ته راغی، نو مارک بچر ډېر وخت ورکړ، لومړي ځل لپاره یې د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې د وېکټ‌ساتونکي په توګه ودراوه.
بیا یې ورسره په کرکټ کې ډېره مرسته وکړه.
ای بي ډیویلیرس په وینا، مارک بچر د کرکټ په برخه کې یو ښه لارښود دی او هغه د لارښوونې لپاره پیدا شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د افریقا سوداګریزو کرکټ لوبو مزانسي لیګ کې هم د مارک بچر لخوا دی د ټی شوېن سپرټن او بیا پارل راکس لوبډلې لپاره وګومارل شو.