
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي له افغانستان سره د اوبو پر سر اختلاف لا هم حل شوی نه دی.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقاييپرون دوشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، “په دې برخه کې په کابل کې د ایران د سرپرست سفیر څرګندونې د رسنیو له لوري غلتې تعبیر شوي دي”.
د بقايي په ټکو، “ایران به د اوبو له حقه تېر نه شي”.
نږدې یوه اونۍ وړاندې په کابل د ایران سفارت سرپرست د افغانستان یوې کورنۍ رسنۍ ته ویلي، “د دواړو لوریو ترمنځ په وروستیو مذاکراتو کې د اوبو پر سر مسله حل شوې ده”.
خو د ایران د بهرنیو چار وزارت ویاند اسماعیل بقايي ټینګار وکړو چې ایران په منظم ډول د اوبو په حق پورې اړوند تخنیکي مسایل تعقیبوي او دا دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د هلمند سیند په اړه یو ځانګړی تړون موجود دی او د دواړو لوریو ترمنځ په اړیکو کې د یو دوامداره عنصر په توګه پاتې دی.
هغه وویل، د طالبانو او ایراني پلاوي ترمنځ چې مشري یې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوله ټینګار وشو چې د اویو حق مسله له یوې حقوقي هوکړې لوړه ده.
که څه هم ایران په وار وار د دې تړون د نه پلي کېدو په اړه شکایت کړی، خو طالبانو او پخوانیو افغان حکومتونو په ټینګار ویلي چې دوی د هلمند د اوبو تړون پر بنسټ د ایران د اوبو حق ته ژمن دي، خو د دوامداره وچکالۍ له امله په سیندونو کې د اوبو کچه راټیټه شوې ده.
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د وېش په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې، افغانستان باید هر کال د هلمند سیند څخه ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.
د دې تړون له مخې، ایران د هلمند د اوبو ۲۰ سلنه ترلاسه کوي.