
یوه ښځه وروسته له هغه چې افغانستان کې یې د “اسلامي دولت” یا داعش نومې ډلې له خراسان څانګې سره د یوځای کېدو پلان درلود، د ترهګرۍ د جرمونو په تور مجرمه وپېژندل شوه.
د بریتانیا وارېکشایر پولیسو ویلي، فرشته جامي، چې د سټراټفورډ اپاناېوون اوسېدونکې ده، پیسې سپما کړې وې چې افغانستان ته یو طرفه د الوتکې ټیکټ پرې واخلي.
دغې۳۶ کلنې ښځې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر او د تېر ۲۰۲۴ کال جنورۍ میاشتې ترمنځ پر ټولنیزو رسنیو افراطي او له تاوتریخوالي ډک مواد شریک کړي دي.
د لېسټر کراون محکمه کې د محاکمې له ترسره کېدو وروسته، د پنجشنبې پر ورځ هغه د ۲۰۰۶ کال د ترهګرۍ قانون د پنځمې مادې له مخې، ترهګریزو کړنو لپاره د تیاریو په تور په دوو جرمونو مجرمه وپېژندل شوه.
څېړونکو ویلي، جامي د خواله رسنیو د ځینو ګروپونو اداري چارې سمبالولې او د کاروونکو پیغامونه او تبصرې یې څارلې او تنظیمولې.
ځینو ګروپونو له ۷۰۰ ډېر غړي لرل او د افراطي تبلیغاتو لویه برخه یې خپروله، چې په کې د بمونو جوړولو ښوونیزې ویډیوګانې هم وې.
په دې موخه چې ګواکې داعش خراسان څانګه ډاډمنه کړي چې هغوی ته وفاداره ده.
مېرمن جامي د وسلو، په ځانګړي ډول د کلاشنیکوف ټوپک د پرانیستلو او بېرته تړلو په اړه معلومات راټول کړي وو. د پولیسو په وینا، دې پر انټرنېټ ۲۲ ځله افغانستان ته د الوتنو او سفر معلومات لټولي وو.
د پولیسو د ځانګړو عملیاتو مشر، ډارن وېبستر وویل، “دا یوه پېچلې قضیه وه، چې ترهګريز او جدي جنایي جرمونه سره تړلي وو او موږ د محکمې د پرېکړه هرکلی کوو.”
“د جامي کړنې حقیقي نړۍ ته خطر جوړولی شوی او احتمالي زیان یې باید له پامه نه وی غورځول شوی.”
اټکل شوې جامي ته د جمعې پر ورځ (فبرورۍ ۱۴مه) د همدغې محکمې له خوا سزا واورول شي.