هغه توکي او وسایل چې باید د سفر پرمهال درسره وي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د سفر اړوند وسیایل او توکي هغه څه دي چې د یوه مسافر لپاره تر بل هر څه ډېر اړین او ضروري بلل کېږي. د بیک توکي او کالي مو په دې پورې اړه لري، چې په څه ډول او چېرته سفر کوئ. یوه څه ته مو پام وي، چې پخوانیو سفرونو بېلو او اوسني سفرونه بیا بېلو توکو او وسیالو ته اړتیا لري. د تکنالوژۍ راتګ او د سفرونو نوی رنګ او اړخ دا اېجابوي، چې تاسو باید د اوسنیو سفرونو پر مهال د پخوانیو هغو په پرتله بېل او نوي شیان در سره ولری. لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، د سفر وسایل د ستاسو د سفر په بڼه پورې اړه لري. پام مو وي چې له سفر مخکې د اړینو توکو لېست در سره مرسته کوي، تر څو په ارام فکر درته هغه څه تیار کړئ چې د سفر پرمهال ورته اړتیا پیدا کوئ. نو له سفر څو ورځې وړاندې دغه کار وکړئ او د اړینو وسایلو لېست در سره ولیکئ.
هغه څه چې د سفر پرمهال یې اغوندئ

هغه څه چې د سفر پرمهال یې اغوندئ

د سفر پر مهال د اغوستونکو توکو په اړه یوه اصطلاح هم شته چې وایي، (یو اغونده او بل وچوه!) په سفر کې له ځان سره د زیاتو کالیو وړل یوازې ستاسو انرژي مصرفوي. او بل دا چې اوس تاسو مجبور نه یاست چې هره ورځ د هوټل له کړکۍ وګورئ چې هوا څه ډول ده تر څو مناسبې جامې واغوندئ. اوس کولی شئ د اړوند هېواد ان د یوې اونۍ د هوا حالات وګورئ او له هوا سره سم خپلې جامې هم تیارې کړئ.
کېدای شي په سفر کې مېلمستیا ته دعوت شئ، نو دغه ورځ هم باید په پام کې ونیسئ او مناسبې جامې ورته ولرئ. بله دا چې سیمې او موسم ته په کتو مو جامې برابرې کړئ، د بېلګې په توګه که هوا ګرمه وي کولی شئ پیک لرونکې خولۍ او که هوا یخه وي، بیا دست کش، د غاړې دستمال، جرابې، مناسب بوټ او نور اړین شیان در سره یوسئ.
بیک او بکس
بیک او بکس

لوی بکس ددې لپاره ښه دی چې خپل ټول اړین وسایل په یو وار په کې ځای پر ځای کړئ، خو کله چې بیا له هوټل څخه وځئ او د ورځې په اوږدو کې په ښار او بازار کې چکر وهئ بیا د شا بیک در سره ښه ملګری کېدای شي.
د لومړنۍ مرستې بکسه
د لومړنۍ مرستې بکسه

که تاسو په خپل موټر کې په سفر ځئ، نو د لومړنیو مرستندویه توکو بکسه له یاده ونه باسئ. اوس په بازار کې د لومړنیو توکو په زړه پورې بکسې پیدا کېږئ چې کولئ شی ان د کور لپاره یې هم واخلئ او په بیړنیو حالتو کې ترې ګټه واخلئ. په دې بکسه کې پنبه، سپین الکول، د امونیک محلول، قیچي، پنس، د ټپونو چسپ، اسپرین او نور مسکن ټابلېټونه ځای پر ځای کېږي.
الکترونیکي وسایل
الکترونیکي وسایل

د سفر د توکو په لېست کې مو یو ځای الکترونیکي وسایلو ته ځانګړی کړئ. کمپیوټر، چارجر، پاور بانک، د خوب لپاره ځانګړې غوږۍ، بېطرۍ، برقي څراغ. فلش، کامره او بېرونی هارډېسک هغه څه دي چې په اوسنیو سفرونو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
که په خپل موټر کې سفر کوئ
که په خپل موټر کې سفر کوئ

په دې خو ټول پوهېږو چې که کله په خپل موټر کې سفر کوو، نر تر هرڅه وړاندې باید هغه وسایل له ځان سره تیار کړئ چې د موټر لپاره په کارېږي. ډېری کسان دې شیانو ته پام نه کوي او بیا د لارې پر سره د یوه جېک لپاره هر چاته لاس اوږدوي. په داسې حال کې چې پر لویو لارو خلک ددې ډول وسایلو مرسته نه کوي. نو که کله په سفر ځئ مخکې له مخکې د ټولو هغه شیانو په اړه فکر وکړئ چې پوهېږئ په کار مو راځي. که د سفر پخوانۍ تجربه نه لرئ، له هغه خلکو مرسته وغواړئ چې له دې وړاندې یې سفرونه کړي دي.