که جاپان ته ولاړئ، پام مو وي چې دغه تېروتنې ونه کړئ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
جاپان د نورو هېوادونو په پرتله ډېر ځانګړی او جالب کلتور لري، چې نوي ورتلونکي کسان یې په لیدو حیرانېږي. ډېری کسان کله چې دغه هېواد ته سفر کوي، له دې کلتور او رواجونو نه وي خبر. خو که جاپان ته له ورتلو مخکې له مخکې له دغه رواجونو ځان خبر کړئ، د اوسېدونکو لپاره به یې بیخي حیرانوونکې او په زړه پورې وي. بله دا چې تاسو به د یوه با ادبه کس په توګه هغوی تر تاثیر لاندې راولئ:
۱- د چاپسټیک کارول زده کړئ

د چاپسټیک کارول زده کړئ

د غذا خوړلو لرګي، چې په انګلسي کې ورته چاپسټیک وایي، که د غذا خوړلو لپاره ور څخه کار واخلئ او کارول مو یې هم زده وي، جاپانیان ډېر پرې خوشاله کېږي. پام مو وي چې د غذا خوړلو لرګي په عمودي ډول په خوړو کې د ننه نه کړئ، ځکه دغه څه په جاپان کې د مړي خښولو د مراسمو څرګندویي کوي. د غذا خوړو د لرګیو په وسیله بل چاته خواړه مه ورکوئ، خو کولی شئ خپل ځان ته د بل چا له بشقاب څخه په همدې لرګیو خواړه را واخلئ. بل هغه څه چې په جاپان کې بې ادبي بلل کېږي، د غذا خوړلو د لرګیو یو پر بل باندې موښل دي چې دې مسلې ته مو هم باید پام وي.
۲- له بوټونو سره د ننه مه ځئ
له بوټونو سره د ننه مه ځئ

که د کوم جاپاني کره دعوت شوي وۍ، نو کور ته له ننوتو سره سم مو خپل بوټونو په ټاکلي ځای کې وباسئ. ځکه په جاپان کې هغه بوټ چې تاسو یې په ښار او بازار کې کاروئ پاک نه بلل کېږي. نو له همدې کبله کور ته له ننوتو سره سم بوټونه ایستل کېږي او د کور له ځانګړو سرپایي ګانو څخه ګټه اخیستل کېږي. دغه څه تیار د کوټې په مخکې اېښودل شوي وي. د جاپان په هوټلونو کې هم باید دغه څه په پام کې ونیسئ.
۳- په کتار کې درېدل مو هېر نه شي
په کتار کې درېدل مو هېر نه شي

جاپانیان په کتار کې د درېدلو مینان دي او دغه څه د دوی لپاره مقدسه کړنه ده. ان که تاسو په بس کې پورته کېږئ او یا هم د لېفټ په تمه وۍ. په تم ځایونو کې به مو ډېر لوی لوی کتارونه تر سترګو شي، چې خلک په اوږدو کتارونو کې، موټر، بس، مترو او نورو لپاره په تمه دي. دغه راز په بانک او نورو هغه ځایونو کې چې تاسو باید د یوه شي لپاره په تم شئ باید په کتار کې ودرېږئ.
۴- د تګ پر مهال له خوړو او څښاکه ډډه وکړئ

جاپانیان معمولا د تګ پر مهال نه څه خوري او نه څه څښي. هغوی فسټ فوډ یا تیار شوی خواړه هم په ولاړو خوري او یا هم د سړک پر سر ور سره یوې خواته کېږي. دوی چې کله اوبه او یا نور څښاک د لارې پر سر له پلورنځیو اخلي هملته یې څښي، بوتل یې په کثافت دانۍ کې اچوي او بیا وروسته حرکت کوي. دغه راز په مترو، موټر او بس کې د شیانو خوړل او څښل د دوی د ټولنیز و کړنو خلاف عمل دی، خو په اوږدو سفرونو کې بیا دغه څه استثنا دي.
۵- په عمومي ځایونو او ګڼه ګوڼه کې خپله پوزه باید خالي نه کړئ
په عمومي ځایونو او ګڼه ګوڼه کې خپله پوزه باید خالي نه کړئ

په عمومي ځایونو او ګڼه ګوڼه کې د پوزې پاکول او خالي کول په جاپان کې تر ټولو ستره بې ادبي ده. په اصل کې نه یوازې په جاپان کې بلکې دغه څه د په ټوله نړۍ کې ښه کار نه دی او یو ډول بې ادبي ده. په جاپان کې پر پوزه د ماسک بسته کولو مانا دا ده چې هغوی رېزش کړی دی او نه غواړي زیان یې نورو ته ورسېږي.
۶- چاته بخششي مه ورکوئ
چاته بخششي مه ورکوئ

په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې ټکسي چلوونکو او یا هم د رسټورانټ ګارسون ته بخششي ورکول لازمي دي، خو په جاپان کې بیا دغه څه د هغوی لپاره لوی توهین بلل کېږي. نو که جاپان ته ولاړئ، دې مسلې ته مو پام وي، چې د هغوی له ښه چلند سره سره ورته څه بخشش ورنه کړئ.
۷- په لوړ غږ په تلیفون کې خبرې مه کوئ

جاپانیان په عمومي ځایونو کې په خپلو تلېفونونو کې ډېرې ورو خبرې کوي او هڅه کوي خپلې خبرې څومره چې کېدای شي لنډې یې کړي. دوی د سپرلۍ پر مهال د غوږیو له لارې سندرې اورې، ویډیو ګانې ګوري او یا هم مطالعه کوي، خو ډېر کم کسان بیا په تلفون کې خبرې کوي.
۸- د ګوتې په وسیله چاته اشاره مه کوئ
د ګوتې په وسیله چاته اشاره مه کوئ

شیانو او خلکو ته د ګوتې په وسله اشاره کول د جاپانیانو لپاره بې ادبي بلل کېږي. که کله غواړئ یوه کس او یا هم یوه شي ته اشاره وکړئ باید خپل ټول لاس ور اوږد کړئ. خو که کله غواړئ خپل ځان ته اشاره وکړئ، نو خپله بټه ګوته به پر پوزه ږدئ. بټه ګوټه پر پوزه اېښودل په دې مانا دي چې تاسو د خپل ځان په اړه یو څه وایاست یا ورته اشاره کوئ.
۹- په یوه لاس شی مه در اخلئ

په جاپان کې په یوه لاس د شیانو اخیستل عیب او بې ادبې ګڼل کېږي. ان که ډېر واړه شیان هم وي لکه وېزیټ کارډ او نور باید په دواړو لاسونو یې در پورته کړئ. کله چې په دوکان او یا مغازه کې څه شی پېرئ، نو ددې پر ځای چې په مستقم ډول پلورونکي ته پیسې ورکړئ، باید پیسې په ځانګړې توکي کې چې معمولا د مېز پر سر اېښې وي ورته کېږدئ.
۱۰- خپله ځان ته اوبه او یا نور څښاک مه اچوئ

کله چې له ملګرو سره پر یوه مېز ناست وۍ او ګېلاس مو خالي کېږي، نو خپل ځان ته باید ګېلاس ډک نه کړئ. که مو د ملګرو ګیلاس خالي وي، تاسو باید د هغه ګېلاس ور ډک کړئ. کله چې ستاسو ګېلاس خالي کېږي نو ډاډه کېنئ ځکه په جاپان کې دا ستاسو د ملګري دنده ده چې ژر مو ګیلاس درته ډک کړي. پام مو وي چې د ګیلاس ډکلو پر مهال له دواړو لاسونو کار واخلئ.