سریلنکا د جنوبي افریقا کیسه په ۳ ورځو کې ختمه کړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه سریلنکا لوبډلې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د میمله لوبډلې په ماتې سره پیل وکړ.
په سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د کرونارا تاني د ۱۵۸ ناسوځیدلو او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۶۰ منډو جوړلو پرمټ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۵۲ منډو هدف ورکړ.
سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ افریقايي لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې په ۱۲۶ او دویمه پاڼۍ کې یوازې په ۷۳ منډو سره وسوځوله او د ۲۷۸ منډو په توپیر سره یې بریا خپله کړه.
د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې فاف ډوپلیسیس په لمړۍ توپ وهنه کې ۴۹ منډې جوړې کړې، خو په دویمه پاڼۍ کې د فیلنډر د ۲۲ منډو پرته بل هیڅ کوم لوبغاړي تر ۱۹ زیاتې منډې جوړې نګړې.
په دې لمړنۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا لوبډلې ته سریلنکايي دلرووانه پریرا سرخوږی جوړ شوی و، چې په لمړۍ پاڼۍ کې یې ۴ او دویمه پاڼۍ کې یې ۶ افریقايي لوبغاړي له میدانه بهر کړل.
د یادونې وړ ده، چې د دوړاو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د پیل شوي ټیسټ سیریز دویمه سیالي د روانې جولاي میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.