ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لوبې: نن ۹ مه لوبه وشوه

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: توحیدالله اخندزاده
د له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د پښتون غورځنګ په ملاتړ د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ سیمه کې د کرکټ ستر تورنمینټ پيل شوی.
دا تورتنمینت چې ځوانانو په لاره اچولی، هدف یې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ددې غورځنګ د سرلارې منظور پښتین ځیني ملاتړ ښودل دي.
نن ددې لوبو ۹ لوبه ترسره شوې چې احمد شاه ابدالې لوبډله د شیرګړ اتلانو پر وړاندې د سیالۍ لپاره میدان ته ښکته شوه.

د لوبی پچه د احمدشاه ابدالې لوبډلې لوبډلمشر وګټتله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه کړه. په ټاکل شویو دولس اورونو کې د عزیز طوفان او احمد شاه اخترزي د نیمه سلیزو په مت یی د ۱۶۴ منډو هدف خپلﻱ سیالی لوبډلې ته ورکړ.

په لسګونو ځوانان او اوسیدونکي ددې لوبو نندارې ته راځي

د احمد شاه ابدالې لوبډلې لپاره احمد شاه ۵۲ او عزیز طوفان ۶۳ منډﻱ جوړې کړې. د شیرکړ اتلانو لپاره عبدالله دوه ویکتې واخیستې. د یاد هدف د پوره کولو لپاره د شیرګړ اتلانو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، خو د احمد شاه ابدالي لوبډلې د توپ اچونی ښکار شوه او ټوله لوبډله یی په ۹۴ منډو په اتم اور کې له لاسه ورکڔه.
هجرت د شیرګړ اتلانو څلور او شفاعت درې لوبغاړﻱ وسوځول او لوبه د ۷۰ منډو په توپیر د احمد شاه ابدالي لوبډلې وګټله.
د سیالیو موخه له پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ ښودل شوی

باید وویل شي چې په دې سیالیو کې ۴۰ لوبې ګډون لري، د شینوار او مومندو په شمول د بیلابیلو ولسوالیو لوبډلې په کې ګډون لري.
دا سیالۍ دولس اوریزه دي، چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.