اریانا سعید له خپل همکار حسیب ساعد سره نامزاد شوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې تصویرونه ښيي چې تکړه افغان سندرغاړې اریانا سعید د استرالیا په میلبرون ښار کې د کنسرټ پر مهال د سلګونو نندارچیانو په وړاندې د خپل همکار حسیب ساعد له خوا د واده وړاندیز منلی دی.
حسیب ساعد له اوږدې مودې راهېسې د اریانا سعید د پروګرامونو تنظیمونکی او د نوموړې د موسیقۍ د ډلې منیجر دی.
د دواړو ترمنځ د اړیکو په اړه لا دمخه هم اوازې وې خو اوس سره رسما د نامزادۍ په تار وتړل شول.
dd اریانا سعید له خپل همکار حسیب ساعد سره نامزاد شوه
اریانا سعید په تیرو څو کلونو کې د خپلو سندرو، ټولنیزو فعالیتونو، پر سټج د ځانګړو اکټونو او ځانګړې ژوند بڼې له کبله ګڼ مینه وال لري.
خو د همدې کړنو له کبله یې په افغانستان کې د مخالفانو شمیر هم کم نه دی.
د نامزادۍ د تصویرونو تر خپریدو ورسته د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کارونکو دې تکړه سندرغاړې ته مبارکي ویلي، خو د هغو شمیر هم کم نه دی چې د تل په څیر ددې سندرغاړې په ژوند کې دا ستر بدلون د بدو ردو د ویلو لپاره د یو فرصت په توګه کارولی.
د یادونې وړ ده چې اریانا سعید ته څو اونۍ مخکې د اتلانتیک شورا له خوا د ازادۍ معتبره جایزه ورکړل شوه.

36292646 2224851917555544 4454182545411538944 o اریانا سعید له خپل همکار حسیب ساعد سره نامزاد شوه
اریانا سعید ته څو اونۍ مخکې د اتلانتیک شورا له خوا د ازادۍ معتبره جایزه ورکړل شوه.

په دې اړه په جوړوشویو مراسمو کې د نړۍ معتبرو سیاسي او کلتوري څیرو برخه اخیستی وه.
د اریانا سعید رسمي پاڼه وايي چې نن ددې افغان سندرغاړې کلیزه هم ده. دا چې څوکلنه شوه، دا نو معلومه نه ده.
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.