د کوربه ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړۍ ټیسټ سیالۍ وروسته، چې پکې بنګله دیش د ویست انډیز څخه تاریخي ماتې وخوړه، دویمې ټیسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز د بنګله دیش خلاف ښه پیل کړی دی.
په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د لمړۍ ورځې تر پایه د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې دي، چې پکې د کریګ بریټ ویټ د ۱۱۰ منډو وروسته شیمرون هیټ مایر په ۸۴ ناسوځیدلو منډو لا هم دویمې ورځې ته انتظار دی.
د بنګله دیش لپاره سپین بالر مهدي حسن میراز د ویسټ په څلورو سوځیدلو لوبغاړي کې ۳ ویکټې ترلاسه کړې دي.
په ویسټ انډیز کې د کوربه ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو په موخه بنګله دیشۍ لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده، چې په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې بد ترینه ماتې وخوړه.
بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف په لمړۍ ټیسټ لوبه کې د تیز بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړی، په لمړي وار د ۴۳ او دویم ور په ۱۴۴ منډو جوړلو سره یې خپل ټول لوبغاړي بایللي وو او په دغه سیالۍ کې یې د ۲۱۹ منډو په توپیر سره ستره ماتې وخوړه.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه تیره ورځ پیل شوې ده، چې د روان سیریز وروستۍ لوبه ده او پکې به ویسټ انډیز په خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د بریا په تکل وي.
د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ټیسټ سیالیو وروسته د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې جولاي میاشتې د ۲۲ مې نیټې څخه پیل شي، خو د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ به د روانې جولاي میاشتې وروستۍ ۳۱ مې نیټې څخه په ویسټ انډیز کې پيل شي.
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خلاف هم په ۳ شل اوریزه سیالیو کې په مسلسل ډول سره ماتې وخوړې او هم یې اوس د ویسټ انډیز خلاف د سیالیو لړۍ په ماتې سره پیل شوې ده.