ژباړه: حمیدالله حمیدي
کله چې خبره د رخصتۍ راځي، نو ډېری کسان ارو مرو د یوه بهرني هېواد د سفر په اړه فکر کوي. ایا تر اوسه مو د یوه ښایسته او داسې هېواد په اړه فکر کړی دی چې سفر کول درته پکې ارزانه تمام شي؟ باید ووایم چې ارمنستان د خپل ۳۰۰۰ کلن تاریخ، تاریخي ځایونو او د سیل او چکر د ځایونو په درلودلو سره درته تر ټولو ښه او مناسب ځای دی. تر ټولو مهمه خبره دا چې دغه هېواد ته سفر کول د نورو هېوادونو په پرتله درته ارزانه پرېوځي. د ارمنستان انګلیسي نوم (Armenia) دی. نو که کله ارمنستان ته د سفر موکه په لاس درغله نو له دې سیمو یې ارو مرو لیدنه وکړئ.
۱- د آرارات غرونو لیدو ته ورشئ
هېڅ امکان نه لري، چې ارمنستان ته سفر وکړئ، پلازمېنې (اېروان) ته یې ورشئ، خو د آرارات غرونه مو پام ور جلب نه کړي. په زړه پورې خو دا ده چې دا غرونه په هر فصل کې خپله ځانګړې ښکلا لري. دغه غرونه د ارمنستان لپاره په یوه سمبول بدل شوي دي. داسې وایي چې په منسوخ شوي اسماني کتاب انجیل کې هم د لوی توپان په داستان کې د ارارات غرونو یادونه شوې ده. دا هغه غرونه دي چې په نړۍ کې له لویو توپانونو او سېلابونو وروسته د نوح علیه سلام کښتۍ د آرارات غرونو پر سر ودرېده او له هغه ځای څخه بېرته ژوندي پاتې شوي انسانان او ژوندي موجودات پر ځمکه خواره شول.
۲- په سرچپه اسمان کې غرق شئ
سرچپه اسمان یا د سوان سیندګی ددې هېواد په یوه غرنۍ سیمه کې دی. کله چې ددې سیندګۍ تر څنګ کېنئ فکر کوئ، چې اسمان سرچپه شوی دی. دا د قفقاز تر ټولو مشهور او ښکلی سیندګی دی. اوبه یې ښکلې او پاکې وي، خو یوازې په اوړي کې لږ ګرمېږي. په ارمنستان کې دې سیندګي ته د ارمنستان سیند هم وایي چې د ګڼو غرونو په مینځ کې تېر شوی دی. کله چې ددې سیند په څنګ کې روان یاست وبه ګورئ چې اوبه ګړۍ په ګړۍ تغیر کوي، کله شنې، نیلې، لاجوردي او کله هم فیروزیي رنګ خپلوي.
۳- د قفقاز تر ټولو پخواني خواړه و ازمویئ
کله ارمنستان ته په سفر ولاړئ، نو د جنوبي قفقاز مشهور او پخواني خواړه مو له یاده ونه وځي. ددې سیمې خواړه له دې کبله خوندور او ځانګړی بوی لري، چې تر ډېره پکې له طبیعي مسلو او بوټو څخه ګټه اخیستل کېږي. په ارمنستان کې په تېره بیا په پلازمېنه ایروان کې د پخوانيو سنتي رستورانټونه کارو بار لا هم ښه په درز کې روان دی. هغه کسان چې له نورو بهرنیو هېوادونو ارمنستان ته ورځي، نو ارو مرو ددغه هېواد د مشهورو خوړو خوند څکي. سپاس، خورواتس چې یو ډول لومد ګباب دی او ارمني کفته یې ترټولو مشهور خواړه دي.
۴- له ډول ډول مېوو او سبزیو یې خوند واخلئ
اوبه او مرطوبه هوا، د لمر وړانګې او د ارمنستان ځانګړې خاوره ددې لامل شوې ده چې ددغه هېواد مېوې او سبزۍ خپل ځانګړی رنګ او خوند خپل کړي. که دې هېواد ته په سفر ولاړئ، نو د طلایي زردالیو خوړل مو هېر نه شي. د ارمنستان زردالو په ټوله نړۍ کې مشهور دي.
۵- تر ټولو پاکې او صافې اوبه یې وڅښئ
ایا پوهېدئ چې ارمنستان د ټولې نړۍ په کچه پاکې، صافې او له هره اړخه ډاډمنې اوبه لري؟ ددې ټولو راز په دې کې دی چې دغه هېواد د اوبو لپاره تر ټولو پاکې چینې او سرچینې لري. ددې هېواد په هره سیمه کې به مو واړه وړاړه ابشارونه او کوچنۍ کوچنۍ د اوبو چینې تر سترګو شي.