د یو عرب پایتخت له لومړنۍ منتخبې ښځینه ښاروالې سره وپیژنۍ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د تونس عربي هیواد خلکو د لومړي ځل لپاره په پلازمینه کې یوه ښځینه ښارواله انتخاب کړه.
سعاد عبدالریم په نوم دا ۵۳ کلنه میرمن لومړنۍ ښځه ده چې په په یو عربي هیواد کې د یو د پایتخت د ښاروالۍ انتخابات ګټي.
نوموړې وايي، دا خپله بریا د تونس ښځو ته اهدا کوي او لومړنی کار به یې دا وي چې د تونس تصویر په ښه توګه بدل کړی شي.
نوموړې چې پخوا د درملو د یوې کمپنۍ مشره وه، د تونسیانو په وینا یې د یو عربي پایتخب د لومړنۍ ښځې ښاروالې په توګه په انتخابیدو تاریخ جوړ کړ.
تر دې مخکې په عربي هیوادونو کې ښځو د ښاروالیو انتخاباتو کې یا ګډون نه دی کړی او یا چا رایې نه دي ورکړي.

سعاد عبدالرحیم په نوم دې نوې ټاکل شوې ښاروالې یوې ځايي راډیو ته ویلي، موږ غواړو چې د تونس ښځو ته د هغوی هغه حقونه ورکړو چې ترې لوټل شوي. نوموړې ټینګار کړی چې د تونس میرمنې هر ډول دندې ترسره کولی شي او دوی د ژوند په ټولو ډګرونو کې مخکښې دي.
تونس چې د عرب پسرلي په نوم هغه بدلون ترې پیل شو چې په مصر، لبیا، سوریه، یمن او بحرین کې یې بحرانونه او کورنۍ جګړې رامنځ ته کړې. خو دا هیواد له دې بدلون روغ راووت.

زکري علوش د عراق د مرکز بغداد ښارواله ده چې له ۲۰۱۵ کال راهېسې پر دې دنده کار کوي.

که څه سعاد عبدالرحیم د یو عرب هیواد د پایتخت لومړنۍ منتخبه ښارواله ده، خو په عربي هیوادونو کې د لویو ښارونو دوه نورې ښځینه ښاروالانې هم د یادونې وړ دي. لیلی محمد د سوریې د تل ابید ښار مرستیال ښارواله ټاکل شوې. همدارنګه زکري علوش د عراق د مرکز بغداد ښارواله ده چې له ۲۰۱۵ کال راهېسې پر دې دنده کار کوي. البته دا دواړه د انتخاباتو له لارې نه بلکې د مرکزي حکومتونو له خوا ټاکل شوې دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.