په فاریاب کې د ولسمشر د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم د ځانګړي استازي او په زورواکۍ د مشهور قومندان نظام الدین قیصاري نیول کیدو د ارګ د محاسبې برعکس د یوه برخه ولسي هرکلي ترڅنګ یوه برخه توند غبرګونونه هم پارولي .
د دې غبرګونونو په لړ کې د یو شمېر شمالي ولایتونو زرګونه خلک هره ورځ د لاریونونو لپاره راوځي، حکومت او په مشخص ډول ولسمشر غني په قومي انحصار، دیکتاتورۍ او تبعیض تورنوي او پرضد یې د هر ډول اقداماتو، حتا د خپلواک بل حکومت د جوړولو ګواښونه کوي .
په دې لړ کې د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف په نوم د حکومت یو سیاسي مخالف ادرس، چې جمیعت اسلامي، حزب وحدت اسلامي او ملي اسلامي جنبش ګوندونه یې غړي دي، حکومت ته توندې ګواښنې کړي .
د دغه ایتلاف مشرانو ( عطامحمد نور، حاجي محقق او د دوستم د دفتر ریس بابرفرهنمند) په یوه خبري کنفرانس کې ولسمشر غني د قدرت په انحصار، قومي تبعیض او دیکتاتورۍ تورن کړی او ګواښ یې کړی، چې که قیصاري خوشې او دوستم هېواد ته را ونه ګرځول شي، دوی به حتا د ملي ځواکونو له لیکو څخه د خپلو قومونو اړوند سرتېري وباسي او برعکس به یې د ملي ځواکونو پر وړاندې له دې كبله ودروي، چې په وینا یې دغه ځواکونه د ملي موخو پرځای د قومي او شخصي موخو لپاره کارول کیږي .
د ارګ بې تدبیره ګام
د زورواکۍ پر وړاندې اقدامات او د قدرت د مشروع انحصار مسئله، هغه څه ديچې په حقوقي لحاظ به یې څوک د ارګ او حکومت له صلاحیتونو څخه لیرې ونه ګڼي .
لکه چې وویل شول، دغه اقدامات په ټوله کې له تاوده ولسي هرکلي سره هم مخ شوي، ځکه ولس له زورواکۍ او خپلسرۍ څخه تنګ شوی او په هر ډول، چې وي د قانون د تطبیق لپاره د اقداماتو هرکلی او ملاتړ کوي.
خو افغانستان داسې هېواد نه دی، چې د قانون د تطبیق لپاره وچ کلک اقدامات پکې مدبرانه او سم وګڼل شي، ځکه دلته د ټولو بحرانونو(هغه که خپلسري ده، که قوم پالنه، که قانون ماتونه او دې ته ورته نور) هر یو یې اوږده سابقه، ژورې ولسي ریښې او نور تړاوونه لري .
له دې کبله لازمه ده، چې د دا ډول ستونزو د ختمولو لپاره د حکومت اقدامات خورا مدبرانه او په داسې ډول وي، چې هم په تدریجي ډول د قانون د تطبیق زمینه ورسره برابره شي او هم د هېواد متزلزل سیاسي ثبات ته تاوان پېښ نه کړي .
په اوسنیو شرایطو، کې چې هېواد له یوې خوا خپله د حکومت په وینا له شلو نړیوالو ترهګرو ډلو سره په جګړه کې دی او له بلې خوا په حکومت کې دننه ناهمغږي، ژور اختلافات او خپلسرۍ په اوج کې دي او دا وضعیت له حکومت سره د ولس د پام وړ یوې برخې د واټن سبب شوی، نه ده په کار چې په نا مدبرانه اقداماتو سره دا فاصلې او ستونزې لا پراخې او جدي کړای شي .
د بې ثباتۍ وېره
په دې کې شک نشته، چې زورواکي خپله د بې ثباتۍ د تقویې او دوام یو عامل دی. د افغانستان ژغورنې د ملي ایتلاف یوه مشر عطامحمد نور په پروني خبري کنفرانس کې ومنله، چې قیصاري به ستونزې لرلې او د نیولو وړ به و، خو په وینا یې د هغه دا ډول نیونه، چې د قومي دسیسې او تبعیض نوم ورکول کیدای شي، د منلو وړ نه و .
دلته د قیصاري په ګناهګارۍ او بې ګناهۍ نه غږیږو، د ده په شان ډېر نور خلک هم شته، چې ممکن د ولسمشر په ډېر نیږدې واټن کې مهمې دندې ولري او له مهمو حکومتي امتیازاتو څخه هم برخمن وي . د منتقدینو غوښتنه دا ده چې که د قیصاري په شان اقدامات د یو لړ داسې خلکو پر وړاندې تر هغه مخکې شوي وای، کیدای شوای دا مسئله دومره حساسه شوې نه وه .
په هرحال، لکه څنګه چې د دا ډول زورواکو نه نیول د بې ثباتۍ سبب ګرځي، نا مدبرانه نیونه یې او په دې اړه ناسم مدیریت د بې ثباتۍ وېره لا زیاتوي .
دا به ممکن د افغانستان د اوسني نظام په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د څو قومونو له ادرسه یو شمېر مشران یې په ښکاره د ملي ځواکونو له لیکو څخه د دوی د قومونو اړوندو سرتېرو د ویستو ګواښ کیږي .
همدا شان دا به مناسبه نه وي، چې د دوی پرله پسې غوښتنو ته د جنرال دوستم د راستنیدو په اړه مثبت ځواب ونه ویل شي، ځکه دوستم که مجرم وي خو ښه ده چې دلته وي او حکومت یې یا د قانون یا عرف له لارې د دوسیې د حلولو لپاره په مدبرانه ډول اقدام وکړي .
خو له هېواده لیرې والی یې له دې كبله، چې خپله ولسمشر(د رایو بانک) ګڼلی و، د حکومت لپاره ځکه ښه نه دی، چې یو قوم به یې په نه موجودیت کې ځان په حکومت کې ونه ویني .
پورتني او ډېر نور لاملونه څرګندوي، چې د قانون د تطبیق ترڅنګ باید د هېواد د سیاسي ثبات په اړه هم ارګ او شخصاً ولسمشر ډېر فکر وکړي. د ولسمشر لپاره د شخصاً کلیمه ځکه کاروو، چې په حکومت کې دننه منتقدین یې اکثره هغه په یوازې ځان په پریکړه کولو تورنوي او ادعا لري، چې د حکومت ډېر نور مشران او چارواکي د دا ډول پریکړو په جریان کې نه دي او ملاتړ هم نه ترې کوي .
دې ټولو ته په کتو سره، لازمه ده چې په عاجل ډول دې اندیښنو ته فکر وشي او د لازم تدبیر په وسیله د دغه بحراني کیدونکي وضعیت د مهارولو لپاره اقدام وشي !