سني لیون: کورنۍ مې غریبه وه؛ مجبوره وم، بربنډ فلمونه جوړ کړم

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان د اوسنې سینمايي ستورې او مخکینې پورن سټار “سني لیوون” په ژوند د ډاکومینټري فلم چارې بشپړې شوې دي.
دا فلم چې ((کرن جیت کاور: د سني لیوون ناویل شوې کیسه)) نومیږي، د روانې جولاۍ میاشتې په ۱۶ مه د (ZEE5) ټلویزوني چینل له لورې خپریږي.
کرن جیت کاور د سني لیوون هندی نوم دی، چې مور او پلار يې پرې ایښی.
د سني لیوون په ژوند د جوړ شوي فلم ټرایلر یواځې په یوه ورځ کې تر ۴ میلونو خلکو لیدلی دی. د سني په ژوند جوړ شوی فلم د هغې ماشومتوب؛ په کاناډا کې يې د ژوند لومړني کلونه؛ د پورن برخې ته راتلل او بیا له هغې وروسته يې هندي سینما ته راتګ، ټول انځوروي.
ټرایلر؛

فلم د سني لیوون د ماشومتوب کلونه او ستونزې راسپړي. فلم کیسه کوي، چې څنګه سني لیوون د بربنډو فلمونو جوړولو ته مخه کړه. د خبر په حواله، کورنیو اقتصادي ستونزو او بیوزلۍ سني لیوون اړ کړه، چې پورن ته لاړه شي او بربنډ فلمونه جوړ کړي.
د سني په ژوند دې ډاکومینټري فلم لیدو ته ګڼ مینوال په تمه دي. یو مینوال يې په ټویټر لیکلي:
“ډاکومینټري واضح ده. ټول خلک غواړي، چې د نړۍ د ښکلې او ښایسته جلۍ په ژوند خبر شي.”
یو بل مینوال يې لیکلي، له پورن سینما څخه هندي سینما ته راتلل واقغا لوی او سخت کار دی.
سني لیون د هندوستان د هغو سینمايي ستورو څخه ده، چې ډیر کله نسبتا په شوخو او عشقي فلمونو کې کار کوي.
نوموړې تل کوښښ کاوه، چې د رسنیو سره د خپل پخواني ژوند (د پورن د وخت) په اړه خبرې ونه کړي. خو یاده ډاکومینټري اوس د سني لیوون د ژوند ټولې برخې افشا کوي.