د کوالالامپور تر ټولو په زړه پورې ځایونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
کوالالامپور د مالزیا پلازمېنه ده چې ګڼ قومونه لکه تامیل، چینایان، مالي او بومي په کې ژوند کوي. دغه ښار د مالزیا تر ټولو ګڼ نفوسه او لوی ښار بلل کېږي، چې ۲۵۰ کیلو متره مربع پراخوالی لري. کوالالامپور د سیل او چکر لپاره پراخ او ښکلي ځایونه لري، له موږ سره اوسئ تر څو ځینې مشهور ځایونه یې درته معرفي کړو:
۱- د پتروناس دوه لوړ غبرګ برجونه(Petronas Towers)

د پتروناس دوه لوړ غبرګ برجونه

د بټروناس دوه لوړ غبرګ برجونه ددې ښار تر ټولو مشهورې ودانۍ او سیمه ده، چې اوس د مالزیا د سمبول په توګه شمېرل کېږي. سیلانیان د دې لپاره چې د دواړو برجونو تر منځ د پله پر سر چکر ووهي او عکسونه واخلي په اوږدو کتارونو کې درېږي او نوبت نیسي. که د برج لوړ برخو ته د ورتلو توان لرئ، بیا نو کولی شئ د ټول ښار دیدن په څو شېبو کې وکړئ.
۲- ملي موزیم(National Museum)
ملي موزیم

د مالزیا ملي موزیم، چې د کوالالامپور په ښار کې جوړ شوی دی، ددې ښار بله هغه ودانۍ ده چې په لیدلو ارزي. په زړه پورې خو دا ده چې خپله د موزیم ودانۍ هم هغه څه دي چې ګڼ سیلانیان یې د موزیم پر توکو سر بېره ددې ودانۍ لیدو ته هم ورځي. دغه ودانۍ د مالزیا په پخوانۍ او سنتي ډول جوړه شوې ده.
په دغه موزیم کې د قران د زده کړې، د مالزیا د پخوانیو دودونو او رواجونو په اړه هغه وسایل او توکي نندارې ته اېښودل شوي دي چې په ډېره پخوا زمانه کې به ترې ګټه اخیستل کېده.
دغه راز موزیم نور هم په سلګونه داسې شیان لري، چې هر کال ترې ګڼ خلک لیدنه کوي او ددې هېواد لپاره د عوایدو یوه ښه سرچینه ده.
۳- د نګارا مسجد
د نګارا مسجد) مالیزیا

د نګارا مسجد د مالیزیا په کوالالامپور ښار کې تر ټولو مشهور مسجد دی. دغه مسجد پر یو وخت د (۵۰۰۰) لمونځ کوونکو ظرفیت لري او په ۱۳هکتاره باغ کې جوړ شوی دی.
د نګارا مسجد په ۱۹۶۵ مېلادي کال کې جوړ شوی دی د مسجد ګنبده د نړۍ د ټولو مساجدو له ګنبدو سره توپیر لري، ځکه دغه ګنبده یوه اتلس برخیز ستوري ته ورته ده، چې د مالیزیا د ۱۳ ایالتونو او د اسلام د پنځو بناو ښکارندويي کوي.
د لویې ګنبدې په شاوخوا کې ۴۸ نورې کوچنۍ ګنبدې هم شتون لري. پر لمونځ کوونکو سر بېره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ خلک ددې مسجد لیدو ته ورځي.
۴- د کوالالامپور برج (Kuala Lumpur Tower)

کوالالامپور برج د کوالالامپور د منارې په نوم هم پېژندل کېږي. دغه منار ۳۳۵ متره لوړ والی لري او په پاسنۍ برخه کې د درېدو یو ځانګړی ځای لري، چې کولی شئ په پېکه ډول د ټول ښار ننداره هم ترې وکړئ. د یادولوړ وړه ده چې د روژې مبارکې په میاشت کې د روژې د پیل او پای د معلومولو لپاره میاشت له همدې برج څخه ګوري.
۵- د کوالالامپور جامع مسجد
د کوالالامپور جامع مسجد

د کوالالامپور جامع مسجد په مالیزیا کې تر ټولو پخوانی مسجد دی، چې د جوړولو چارې په ۱۹۰۷ کال کې پیل او په ۱۹۰۹ مېلادي کال کې پای ته ورسېدې. دغه مسجد د سلطان (سلانګور) پر لاس پرانیستل شوی دی. دا هغه ځای دی، چې د مالیزیا ډېری تاریخي پېښې په کې را منځته شوې دي.
دغه مسجد درې ګنبدې لري، چې لویه هغه یې ۲۱ متره ۳۰ سانتۍ لوړوالی لري. دغه ګنبده په۱۹۹۰ مېلادي کال کې ونړېده، چې بیا بېرته له سره ورغول شوه. د مسجد په څنډه کې دوه لویې سرې او سپینې منارې هم تر سترګو کېږي، چې لوړ والی یې۲۶ متره او ۸۰ سانتۍ ته رسېږي. پر عبادت ځای سربېره مسجد ګڼ شمېر نور ملحقات هم لري.
شاوخوا ښکلی پارک، شنې ونې او د خلکو ګڼه ګوڼه هغه څه دي، چې د کوالالامپور جامع مسجد یې لا ښایسته کړی دی. په کلني ډول ګڼ خلک له دې مسجد څخه لیدنه کوي.
۶- د مالزیا د سکو موزیم (Maybank Numismatic Museum)
د مالزیا د سکو موزیم

د مالزیا د سکو موزیم ددغه هېواد په مشهورو بانکو پورې تړلی موزیم دی. د وخت د بېلا بېلو بانک نوټونو نمونې او بېلګې په ساتل کېږي. په دغه موزیم کې پر ډول ډول سکو او بانک نوټونو سربېره اسکناس سکې او فلزي مجسمې هم ساتل کېږي.
که له دې موزیم څخه لیدنه وکړئ، په ختیځه اسیا او دغه راز په مالزیا کې د پیسو له تاریخچې ښه پوهېدای شئ.
۷- د کې ال سي سي پارک(KLCC Park)

وایي که څوک کوالالامپور ته ولاړ شي او له کې ال سي سي پارک څخه لیدنه ونه کړئ، نو پوه شئ، چې مالزیا ته یې هېڅ سفر نه دی کړی. دغه پارک له پټرناس برجونو لاندې موقعیت لري او د مالزیا په جذابو ځایونو کې راځي.
دغه پارک په ۲۰ هکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د پارک په منځ کې د ورزش او پلي تګ لپاره ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي.
په زړه پورې او مشهور خواړه یې
ناسي کاندار(Nasi Kandar)
ناسي کاندار

ناسي کاندار چې په محلي ژبه ورته ګډې وریجې وایي، د مالزیا تر ټولو ښه او مشهور خواړه بلل کېږي.