غني د نا مسوله وسله والو پر وړاندې؛ دا مقابله به کامیابه شي ؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: ارشاد رغاند
د ولسمشر غني په یوه تازه ویډیویي پيغام کې، چې په خواله رسنیو کې خپره شوې او غالباً په لغمان کې د سېلاب قول اردو له منسوبینو سره د غونډې اړوند ده، ښاغلی غني په صراحت سره له طالب او داعش تر څنګ نا مسوله وسله وال د حکومت پر وړاندې لوی خنډ ګڼي او د دوی پر ځپلو ټینګار کوي .
د دغې وینا پر مهال ښاغلی غني په مختلفو ولایتونو کې د دغو وسله والو د درېیو قومندانانو د نیولو او کابل ته د لېږدولو خبر هم ورکړی .
دا څرګندونې په داسې مهال شوي، چې د هېواد په څو شمالي ولایتونو؛ په ځانګړي ډول ازبک مېشتو کې د ازبک توکمه ځایي قومندان نظام الدین قیصاري د نیولو پر ضد پراخ لاریونونه شوي .
قیصاري په فاریاب کې د ولسمشر د تبعید شوي لومړي مرستیال جنرال دوستم پوځي استازی او په سیمه کې د افغان پوځ د مسولینو په وینا په ګڼو قانون ماتونو کې سرلاری و.

پرقیصاري تور دی، چې په یوه رسمي امنیتي غونډه کې یې د شاهین قول اردو چارواکي ښکنځلي او د حکومت له واکه یې د میمنې ښار د سقوطولو خبرداری ورکړی .
جنرال دوستم او سیاسي ملګري یې بیا دا نیونه یوه قومي رویه ګڼي او لاریونوال د قیصاري د نه خوشې کیدو په ترڅ کې په ټاکنو کې د نه ګډون او د حکومت د سقوط کولو ګواښونه کوي .
هغه ویډیو چې ولسمشر غني په کې د زورواکو د نیولو خبره کوي؛
https://www.facebook.com/abdul.fatahkhaksar.96/videos/170632110465778/
خو د ولسمشر پلویان او له لویه سره د قانون د تطبیق ملاتړي د نظام الدین قیصاري ترڅنګ په فراه او ارزګان کې د قانون ماتونې په تور د نیول شویو کسانو د نیونې او عدلي و قضایي ادارو ته د معرفۍ هرکلی کوي .
د دوی په باور دا ډول هڅې د قانون د تطبیق او د نظام د پیاوړتیا لپاره اساسي ارزښت لري، چې باید نرمښت پکې ونه شي او دوام ومومي .
په دې وضعیت کې پوښتنه دا ده، چې حکومت او په راس کې یې ولسمشر غني به د نا مسوله وسله والو پر وړاندې مقابله وګټي ،کنه؟
او که یې ګټلای شي، کومې لارې چارې باید په پام کې ونیول شي، چې هم د هېواد سیاسي ثبات زیانمن نه شي او هم حکومت د مشروع قدرت د یوازینۍ مرجع په توګه ځان ثابت کړي ؟
د زورواکۍ ځپلو ناڅاپي اراده
ولسمشر غني د شخص په توګه د زورواکۍ پر وړاندې د قاطع دریځ سابقه لري، خو د ولسمشر په توګه یې په دې برخه کې وروستي اقدامات ناڅاپي او ممکن موجوده ناسازه شرایطو ته په کتو سره ناڅاپي او د تمې خلاف وګڼل شي .
هغه کلونه مخکې یوې نړیوالې رسنۍ ته د افغانستان په اړه په یوه لیکلې مقاله کې زورواکي او په مشخص ډول جنرال دوستم په افغانستان کې د قانون د تطبیق پر وړاندې یو لوی خنډ ګڼلی و، خو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د سیاسي اړتیا له مخې د خپل حکومت لومړۍ مرستیالي ورکړه او د هغه د نفوذ له ساحې څخه یې ډېرې رایې ترلاسه کړې .
ولسمشر غني وروسته د دوستم په حاشیې ته کولو او حتا په نا اعلان کړي تبعید بریالی شو .
پر دوستم سربېره تر ډېره له نورو مشهورو زورواکو سره هم د ښاغلي غني رویه ښه نه ښکاري، البته له ځینو سره یې نیږدې والی خپله دی او پلویان یې سیاسي مجبوریت او ناچاري ګڼي .
خو ښاغلی غني څنګه یو ځل د زورواکو خلاف د جدي اقدام پریکړه وکړه او زر یې تطبیق کړه ؟
په دې اړه ګومان دا دی، چې هغه د سولې بهیر بریالیتوب ته هیله من شوی او د پردې ترشا یې له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه هوکړې ته هیله مندي نهایي شوې.
ویل کیږي چې تر دې مخکې حکومت او په خاص ډول ولسمشر، چې د افغانستان د روښانفکره قشر استازی او مدافع ګڼل کیږي، له دې کبله د زورواکۍ پر وړاندې جدي چلند نه کاوه، چې نه یې غوښتل په یوه وخت له وسله والو مخالفینو او په نظام کې دننه زورواکو سره لاس و پنجې نرم کړي .
دا کار په ریښتیا هم د هېواد متزلزل سیاسي ثبات ته په تاوان تمامیدای شو. اوس، چې ښاغلي غني په ناڅاپي ډول د زورواکو پر وړاندې په ځینو برخو کې د جدي اقدام لپاره ګام اخیستی، د دې هیله مندي زیاتوي چې حکومت او وسله وال طالبان ریښتیا هم سولې ته نیږدې شوي .
په دې اړه د سولې عالي شورا هم هیله مندي اعلان کړې او ویلي، چې راتلونکې اونۍ ممکن د دواړو لورو استازي د سولې مذاکراتو ته سره کیني .
احتیاط او ترخې تجربې ته پاملرنه
د زورواکۍ پر وړاندې اقدامات که له یوې خوا د قانون د تطبیق لپاره اړین او ګټور دي، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، چې له بده مرغه له پخوا سره ډېر توپیر نه لري، د ډېر احتیاط او تدبیر مسئله هم ضرور ده .
افغانستان د اویایمې لسیزې په پيل کې، په دې اړه د یوې ترخې تجربې شاهد و . هغه مهال جنرال دوستم په شمال کې د اربکیانو یو سیمه ییز قومندان و، چې د ډاکټر نجیب له حکومت سره تر ورانیدو وروسته یې د مجاهدینو له یو شمېر ډلو سره د قومي اقلیتونو د انګېزې له مخې یو پټ ایتلاف رامنځته او د نجیب الله د سقوط سبب شو .
سره له دې، چې اوس شرایط په هغه کچه هم د مرکزي حکومت په تاوان نه دي، خو سیمه ییز زورواکي له ټولو قانون ماتونو سره بیا هم د سیاسي ثبات د ننګولو لپاره په مختلفو برخو کې د پام وړ ملاتړ او امکانات په واک کې لري .
د زورواکو قوت په هغه کچه هم نه دی، چې حکومت ورسره مقابله له لومړیتوبونو څخه وغورځوي، خو څه چې مهم دي په دې اقداماتو کې له پوره تدبیر او پياوړو پلانونو څخه کار اخیستنه ده .
په دې برخه کې د حکومت ځینې اقدامات د بریالیتوب نښې لري؛ په ځانګړي ډول دا چې سمدستي یې د سیمه ییزو ارګانونو د ازبک ریس متین بیګ په وسیله د جنبش ګوند یو مهم سړی نقیب الله فایق د فاریاب د نوي والي په توګه معرفي کړ .
فایق مخکې په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی او د نورم او سټندرد د ملي ادارې د عمومي ریس په توګه دنده ترسره کړې . د هغه پر وخت ټاکنه او د فاریاب د تاوتریخجن وضعیت د کنټرول لپاره یې عاجل لیږدول ښيي، چې حکومت تر یوه ځایه له ښو تدابیرو سره مخته ځي .
خو غوره به دا وه، چې په دې اړه خپله له جنرال دوستم سره هم خبرې شوې وای او د رامنځته شویو منفي غبرګونونو کچه هم حد اقل برخې ته کمه شوې وای .
په هرحال؛ حکومت ته ښایي چې هم د قدرت د مشروع انحصار لپاره لاس په کار شي او هم د دې اړتیا د پوره کیدو په لاره کې د هېواد د سیاسي ثبات د زیانمنیدو مخنیوي ته لازم تدابیر ونیسي .
په ټوله کې دې ته په کتو سره، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې پوځي او سیاسي حضور لري او هم د ولسواکۍ او قانونمنده حکومتوالۍ د پراختیا له هڅو ملاتړ کوي، دا هیله زیاته شوې، چې په دې برخه کې هڅې هم له پراخ ملي او هم نړیوال ملاتړ څخه برخمنیږي .