ژباړه: حمیدالله حمیدي
هند د نړۍ اووم لوی هېواد دی چې اسمان څک غرونه یې له همالیا نیولي تر کرالا ځنګلونو او مقدس ګنګ پورې رسېږي. دغه هېواد له یو میلیارد زیات نفوس او دوه زره قبیلې لري، چې لږ تر لږ ه په ۲۰۰ بېلا بېلو ژبو خبرې کوي. هند طبیعي ښکلې سیمې، تاریخي ځایونه او اثار او ګڼ نور داسې ځایونه لري، چې د نړۍ هر ډول سیلانیان ور جلبولای شي. څه مو چې په دې لیکنه کې راغونډ کړي، ددغه هېواد د سیل او چکر له سیمو څخه هغه د چا خبره لکه له سینده یو څاڅکی دی:
۱- تاج محل (Taj Mahal)
تاج محل په اګره کې، مرمرینه لویه ماڼۍ ده چې د ۱۶۳۲ او ۱۶۵۳ میلادي کلونو تر منځ د مغول بادشاه شاه جهان له خوا د خپلې گرانې مېرمنې ممتاز محل سره د بې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارگران او مزدوران په ستړي او سخت کار بوخت وو. ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطر د نړۍ له گوټ _گوټ څخه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان او مجسمه توږاندي وربلل شوي ول. د تاج محل ودانۍ په ښکلې، ښايسته او موزون ډول سره د سينگار په موخه له يمن څخه عقيق، د عربستان څخه مرجان، د فارس څخه ياقوت او له افغانستان څخه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېدا کې يې وکارول شول. ترڅو، چې دغه بې سارى او تلپاتې د مينې شاهکار له کابو (٢٢) کلونو پرله پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد. د تاج محل ودانۍ د نړۍ په عجايبو کې راځي او هرکال د نړۍ له گوټ _ گوټ څخه په زرگونو گرځندويان او سيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل د هندوستان د گرځندوى صنعت په برخه کې د عايداتو يوه غوره، غوړه او بډايه سرچينه ده.
۲- د الورا غارونه
د غار هنر په الورا غارونو کې خپل اوج ته رسېدلی دی. دغه غارونه د نړۍ د لویو معبدي غارونو په ډله کې راځي چې د کلو غرونو او ډبرو په منځ کې جوړ شوي دي. الورا ټول ۱۰۰ غارونه لري، خو خلک یوازې د ۳۴ غارونو د لیدو اجازه لري. ویل کېږي چې دغه غارونه په هندي خدایانو او بودایانو پورې اړوندېږي او اوومې او نهمې پېړۍ په اوږدو کې جوړ شوي دي.
۳- جیسلمیر
جیسلمیر (Jaisalmer) د راجستان په لویدېځ کې له پاکستان سره پولې ته څېرمه یو بیاباني ښار دی. د دې ښار له یوې غونډۍ څخه تاو شوي ژېړ دېوال ټولې سیمې ته طلایي رنګ ورکړی دی. ډېری کسان دغه ښار د طلایي ښار په نامه هم پېژني. دا په هند کې د سیلانیانو د تګ راتګ او سیل لپاره مشهور ښار دی چې په کلني ډول په لویه کچه عواید ترې د حکومت بودجې ته لېږدول کېږي.
۴- قصر دریاچه (Lake Palace)
لیک پلېس ددغه هېواد په اودایپور ښار کې موقعیت لري. دغه ماڼۍ په اتلسمه پېړۍ کې د اوړي د سلطنتي ماڼۍ په نامه جوړه شوې ده. خو نن سبا له دې ماڼۍ څخه د یوه پنځه ستوریز هوټل په توګه کار اخیستل کېږي. د لیک پلېس هوټل خپلې ځانګړې کښتۍ لري، چې مېلمانه هوټل او برعکس له هوټله پورې غاړې ته لېږدوي. دغه ماڼۍ په ۱۹۸۳ کال کې هغه وخت ډېره مشهوره شوه، چې د جمیز بانډ د فلمونو ځینې لړۍ په کې شوټ شوې او یاده ودانۍ په کې د یوه شتمن کس د کور په توګه انځور شوې وه.
۵- د قطب منار
د قطب منار (Qutb Minar) په نړۍ کې دویم لوړ له خښتو جوړ شوی منار دی. دغه منار چې ۸۰ متره لوړ والی لري له مرمر ډبرو او سرو خښتو چې د ډبرې شکل لري جوړ شوی او د قران کریم ایاتونه پرې حکاکي شوي دي. ددغه منار د جوړولو چارې په ۱۱۹۳ کال کې پیل شوې دي او جوړېدو یې ۴ کاله وخت نیولی دی. د منار په منځ کې د پورته ختلو لپاره ۳۷۹ زینو ته ورته ځایونه شته چې دروازه یې د سیلانیانو پر مخ تړلې ده او څوک ورته د ورتلو اجازه نه لري.
باید ووایو؛ هند د سیل او چکر لپاره دومره زیات ځانګړي ځایونه او سیمې لري، چې بیانول یې په یوه لیکنه کې څه ان په یوه لوی کتاب کې هم نه شي خلاصه کېدلی.