ننګرهار ته د ولسمشر سفر؛ د ولس زخمونه او د غني درملنه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ولسمشر اشرف غني تیره یکشنه ننګرهار ته په سفر راغی، د هغه له سفره ډیرې هیلې او تمې وې، د ننګرهاریانو هیلې ځکه ډیرې وې چې ننګرهار کې دواړه مخالفې ډلې داعش او طالب ډیرې فعالې دي، تر څنګ د حکومت داخلي مافیا، زورواکي، فاسدین، غاصبین او د نورو فعالیت هم جوت دی، د دغو موجودو ستونزو زیږونکو خواوو او ډلو له امله عام خلک تنګ شوي ول او هیله یې درلوده چې چیرته څوک نسبي ارام وروبخښي. ننګرهار په هغه اختر کې چې په تیر ۴۰ کلن اړو دوړ کې د لومړي ځل لپاره په کې جګړه موقته ودریده بیا هم د هیواد د نورو سیمو په شان ارام پاتې نه شو، بلکې تر ۲۰۰ شا او خوا قربانیان یې ورکړل.
نو دې ننګونکو حالاتو او ناخوالو نه په تنګیدو، ننګرهاریانو هیله درلوده چې د ولسمشر په سفر سره به په لویه کچه نوي څه ترلاسه کړي، خو داسې ښکاري چې داسې ونه شول.
د ولسمشر څو خبرې او ژمنې؛
– ټول ننګرهاریان د قانون حاکمیت غواړي، دا زه نه غواړم ننګرهاریان یې غواړي.
– ولس دې ټولې ستونزې له ولایت مقام سره شریکې کړي، چې هغوی یې ماته راورسوي.
– که انتخاباتو کې هر چارواکي مداخله وکړه، تړم یې، دا د ولس انتخاب دی، ولې ځني کسان له ټاکنو ډارېږي، له مېرمنو او علماوو ډارېږي، چې ټاکنو کې ماتې ورکوي.
– د کابل – ننګرهار سړک، پخوانی قرارداد فسخه شو، نوی قراراداد وشو او ډېر ژر به ترسره شي.
– د ګوشتې لار، مومند، خوګیاڼو او هر قوم ته زه په یوه سترګه ګورم.
– ننګرهار به یو صنعتي ولایت شي او په مواصلاتو باندې باید اساسي فکر وشي.
– د ځواکونو د کموالي له امله، سیمه یزه اردو جوړوو، چې د غصب او فساد پر وړاندې اقدام وکړي.
– د ننګرهار ابادي ماته لومړیتوب لري او راتلونکو ۲ کلونو کې ۶۰۰۰ ښوونځي جوړېږي، پنځه رقمه مختلف تعمیرونه منظورشوي او پېسې ورکړل شوي دي.
– د ننګرهار هغه پانګوال چې حلالې پېسې لري ماسره کار وکړئ، چې ننګرهار اباد کړو. ننګرهار ښه معدنونه لري، پر ځای د دې چې ځمکه غصب کړئ، اساسي پانګه وکړئ.
– د ننګرهار والي به د غاصبینو او تورو ښيښو لرونکو پر ضد یو کمیسون جوړ کړي.
د سفر موخې؛
که څه هم ننګرهار ته د ولسمشر د سفر موخه د خلکو د ستونزو اوریدل او د یو شمیر پروژو افتتاح ښودل شوې وه، تر یوحده همداسې وهم شول، خو د سفر دا ډول د ننګرهاریانو د ټپ ملحم نه دی، دلته تر ټولو لوی کار باید دا شوی وای چې د ننګرهاریانو امنیت خونديتابه لپاره اړین اقدامات شوي وای، ننګرهاریان داسې هم نه غواړي چې ولسمشر دې ټول پوځ راوړي او په ننګرهار کې دې واچوي، بلکې غوښتنه یې دا ده چې کوم شتون لري، له دوی دې په قاطعیت سره استفاده وکړي، هغه داسې قاطعیت چې د ننګرهار د ستونزو یوه اساسي برخه خپله حکومت دی، په دې مانا چې په حکومت کې د ننه شوې کړۍ، دا ستونزې جوړوي، هم یې د مخدره توکو قاچاق ته مخه کړې، هم یې له ترهګرو سره همکارۍ ته، هم د عایداتي ادارو انحصار ته، هم په عام ډول سره زورواکۍ او نورو ناقانونیو ته. او که دوی نه وي کړي، نو ولس خو له دې ډلو بیزاره دی، بیا نو څوک دي چې همدا ولس ډبوي او په دومره ځواکونو او امکاناتو کې یې ولې مخه نه نیول کیږي.
تیر سفر؛
تیر ځل چې ولسمشر ننګرهار ته راغی، له اوسني سفر یې ډیرې ښې او سترې ژمنې وکړې، په ډیر شدت او احساساتو سره یې وکړې، هر چا فکر کاوه چې خامخا به یوه ښه پایله ولري، تر دې چې د ننګرهار د هغه وخت امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد ته یې وویل چې غاصبین ونیسي، که یې په نیولو نه بریالی کیږي، نو له ملي اردو مرسته وغواړي، آن که بیا یې مقاومت کاوه، نو ودې ولي، خو که اوس حساب وکړو او ویې ارزوو تر اوسه کوم هغه مشهور غاصب، غل او خاین نیولی شو؟ ځواب؛ هیڅ.
له بدمرغه موږ ننګرهاریانو هم په کلکه دا حساب ونه غوښت چې ولسمشره تیرې ژمنې دې څومره عملي شوي، که نه وي ولې نه دي شوي، موږ ته یو قناعت باید راکړل شي، هغه خو له دې امله ونه شوې چې متاسفانه دلته ولسمشر سره د خبرو او لیدلو اجنډاوې هم تر ډیره یو قسم انحصار شوې وې. او په عین حال کې د تیرو مهمو وعدو په اړه ولسمشر هم څه ونه ویلي.
دې سفر ننګرهار ته څه لرل؟
په سفر کې څو پرانیستې وشوې، ځینو ځمکو لرونکو ته د شرعي قوالو د ورکړې لړۍ پیل شوه، دا هم ښه کار وشو، هرکلی ترې په کار دی، خو زموږ غوښتنې له دې پورته وې، د ننګرهار غوښتنه دا ده چې ددومره یوه مهم او لوی ولایت لپاره دې جدي پاملرنه وکړي، دا دې له هغو سخمونو وژغوري چې له مرکزه ویشل کیږي، که ګڼې ادارې وڅارو، دداسې یوه مشر تر نفوذ لاندې به وي چې هغه د دولت یو لوړپوړی چارواکی وي، کله چې ادارې په دې ډول سره وویشل شي، نو هغه ادارې به عام ولس ته کار وکړي، که د مشر لګښتونه او فرمایشونه پوره کړي؟
بل پلو؛ ولسمشر غني رښتیا هم ننګرهار ته په دې موخه راځي چې د ننګرهاریانو ستونزې واوري، نو دا ستونزې به عادي ننګرهاریانو ته ښې معلومې وي، که د ننګرهار امنیه قومندان ته؟ موږ له نورو هغو مستعفي چارواکو تیریږو، همدا وروستی امنیه قومندان چې له قومندانۍ لرې شو، ویل کیږي اوس په ارګ کې دنده لري، دا چې دی امنیه قومندان و، له وسله والو ډلو، مافیاوي کړیو او نورو ټولو هغو ډلو ټپلو سره مستقاً لاس او ګریوان و چې ننګرهاریان ترې چغیږي او ځوریږي، نو که ولسمشر رښتیا هم غواړي پوه شي چې د ننګرهاریانو ستونزې څه دي، نو له داسې خلکو یې ولې هماغلته له کابله نه اوري او حل لارې نه پلټي. که یې اوریدلي او پوهیدلی وای، نو بیا ولې اجرات نه کیږي.
که ولسمشر رښتیا هم جدي وي، له راتګ پرته کولی شي، چې اجرات وکړي، لکه څرنګه چې د جنرال دوستم تر ټولو برجسته قوماندان په فاریاب کې نیولی او کابل ته راوړلی شي، نو د ننګرهار سره دې هم همداسې کولی شي، اوس وخت دا زورواکي نه مردمي خلک دي او نه یې عام خلک په کیسه کې دي، یوازې د حکومت یو غوڅ ګام په کار دی، ډاډه یوو چې په قاطعیت سره یې مخه نیولی شي.
یوه بل ټکي ته که متوجه شو، هغه دا چې د ولسمشر سره دا ځل په سفر کې د ننګرهار هغه مشران نه تر سترګو کیدل چې موږ یې د ستونزې د یوه اړخ په توګه وینو، اما په وړه کچه ول، چې ځینو یې خبرې هم وکړې، نو کیدای شي همدا یو په ښه فال ونیسو چې هغو سیاسي مشرانو ته یې یو ډول بیزاري وښوده، خو بیا په عین حال کې بیرته زموږ همدا مثبت اړخ هم هغه وخت له ذهنه ووځي او منفي شي چې وګورو همدا مشران له ده سره لروبر کیږي، یا ددوی له ناکردیو خبریږي، خو په مقابل کې یې هیڅ ګام نه پورته کیږي.
پایله؛
پایله کې باید ووایو چې سفر زموږ له هیلو سره سم نه و او نه موږ داسې پایلې ترلاسه کړه چې پرې ډاډه شو. یعنې یو ډول د ټاکنو لپاره کمپایني غوندې سفر ښکاره شو.
موږ ددوی د تر ټولو قوي امنیت نیولو سره سره بیا هم د ولایت په څو سوه مترۍ کې د یوې درنې پیښې شاهدان وو چې ګڼ شمیر اهل هنود هیوادوال هم په کې قرباني شول. یعنې که همدا یوه پیښه چې د چاودنې غږ به یې ولسمشر هم اوریدلی وي، څیړل شوي وای، زموږ د ډیر بدیو ریښې ترې راوتلې.
بلاخره دا پایله موږ ترلاسه کړه چې باید ننګرهاریان نور له دې وروسته هره ژمنه په واقعي او جدي ډول سره وڅاري، که یوازې همداسې وعدې کیږي او بیا په یخ لیکل کیږي، لا نور به هم تباه کیږو او ورک کیږو، خو که په خپله عام ننګرهاریان، نه زموږ ګڼ خاین وکیلان او استازي؛ په رښتیا هم مټې رابډوهي او له مرکزي حکومته د ژمنو عملي کیدل وغواړي، نو دې بحراني حالت او دربدریو ته د پای ټکی ایښودلی شو.
غازي عابد
چهارشنبه – ۱۳ – چنګاښ – ۱۳۹۷