ویرات کوهلي د یو بل ریکارډ جوړولو په هڅه کې دی  

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو بل ریکارډ خپلولو ته نږدې شوی دی، چې په ترلاسه کولو سره یې لمړي مقام ته رسیدلی شي.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبډلمشر د هندوستان لپاره په ۵۸ سیالیو کې لوبیدلی دی، چې د ۵۵ اننګزونو په لوبولو سره یې ۱۹۸۳ منډې جوړې کړې.

نوموړی د ایرلینډ خلاف د نن شپې په سیالۍ کې یواځې ۱۷ منډو ته اړتیا لري، تر څو د کرکټ په تاریخ چټکې ۲۰۰۰ منډې په کمو لوبو لوبولو کې جوړې کړي.

تر اوسه د چټکو ۲۰۰۰ منډو جوړولو دغه ریکارډ نیوزیلینډیو اوپنرانو برینډن مکلم او مارټین ګپټیل سره دی، چې د ۶۶ اننګزونو وروسته په دغه منډو جوړولو کې ګپټیل لمړی او په ۶۸ اننګزونو کې برینډن مکلم دغه ریکارد ثبت کړی دی.

که چیرې هندی لوبغاړی ویرات کوهلي د ایرلینډ خلاف د نن شپې په سیالۍ کې ۱۷ په ۱۷ منډو جوړولو سره بریالی شي، نو د کرکټ په تاریخ کې به د ۵۹ اننګزونو یا پاڼیو کې د لوبیدو وروسته به دغه کارنامه ثبت کړي.

د ایرلینډ په دوبلین ښار کې د میلمه هندوستان او کوربه ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ پلان شوې وې، چې په لمړۍ لوبه کې یې هندوستان بریا خپله کړې ده.

د نن سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښآم په ۶ نیمو او د هندوستان پر وخت ۷ نیمو بجو سره پیل شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.