ژباړه: حمیدالله حمیدي
کېدای شي تر اوسه پورې مو د سترو قاچاقوړونکو په اړه ډېرې کیسې او خبرونه اورېدلي وي. خو دلته درته د نړۍ پنځه ستر قاچاقوړونکي په لنډ ډول در پېژنو:
۱- د کوک متخصص (کورتیس فرانسیس وارن)
کورتیس فرانسیس وارن، په ۱۹۶۳ مېلادي کال کې زېږدلی دی. نوموړی د مافیا غړی او په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبر دی. وارن کلونه د انټرپل پولیسو تر څار لاندې و او د نیولو هڅه یې کېده. فرانسیس د لاتینې امریکا اوسېدونکی او د پلار دویم زوی دی. پلار یې ډېری وخت په سیندونو کې په څېړنو تېر کړی دی.
کورتیس فرانسیس وارن له خپل مشر ورور رامون او خپلې خور ماریا سره د لېورپول په بندر کې لوی شوی دی. نوموړی چې د ۱۰۰ ټنه نشه یي توکو په قاچاق تورن دی په ۲۰۰۹ کال کې د پولیسو له لوري ونیول شو، چې اوس خپلې شپې او ورځې په زندان کې تېروي. دی په اصل کې د (کوک) متخصص دی. په زړه پورې خو دا ده، له نوموړي وغوښتل شول چې یوه درنه څو میلیون ډالري جریمه پرې کړي او په دې توګه به له زندان ازاد شي، خو ویې نه منله.
۲- آمادو فوینټس
آمادو فوینټس په مکسیکو کې زېږیدلی دی، خو د نشه یي توکو د قاچاق ټول فعالیتونه یې په کلمبیا کې سر ته رسولي دي. نوموړي تر ډېره نشه یي توکي د هوا له لارې قاچاق کړي دي. فوینټس په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق له کبله اوس د یوه شتمن کس په توګه پېژندل کېږي. ویل کېږي، چې د نوموړي توله شتمني ۲۵ میلیارد ډالره وه. په ۱۹۹۵ کال کې له کافي مدارکو وروسته د امریکا د پولیسو او انټرپل تر تعقیب لاندې شو تر هغه چې د همدې کال په جولای میاشت کې داسې مهال پولیسو محاصره کړ، چې غوښتل یې په یوه روغتون کې د مخ جراحي عملیات تر سره کړي، خو له روغتون څخه ژوندی را ونه وت. ډېری بیا وایي چې فوینټس ژوندی دی او په بدله څېره د نړۍ په کوم کونج کې ژوند کوي.
۳- موریا، د نړۍ مشهوره قاچاق وړونکې
موریا مورنو ته د نړۍ مشهوره قاچاقبره او د کارتل«لس زتاس» د ډلې غړې ده. په زړه پورې خو دا ده چې موریا مخکې له دې چې د کارتل له بانډ سره یو ځای شي د پولیسو افسره وه. خو له پولیسو تر بېلېدو وروسته وتوانېده چې د نشه یي توکو د یوه ستر بانډ تر ریاسته ځان ورسوي. نوموړې په ۲۰۱۱ کال کې د پولیسو لخوا داسې مهال ونیول شوه، چې د نشه یي توکو سترې بستې یې ځای پر ځای کولې. هغه اوس د قتل او قاچاق په تور په زندان کې پرته ده.
۴- داوود ابراهیم
داوود ابراهیم اوس په نړۍ کې د نشه یي توکو د یوه ستر قاچاقوړونکي په توګه پېژندل کېږي، چې لږ تر لږه د ۵ زره کسانو مشري کوي. ابراهیم له القاعدې ډلې سره په مالي مرستې او همکارۍ هم تورن دی. جالبه خو دا ده چې د داوود ابراهیم پلار د ممبيي د پولیسو افسر و. داوود ابراهیم لوړې زده کړې لري. نوموړی د نشه یي توکو پر قاچاق سربېره ترهګرو ډلو ته پر پیسو مینځلو هم تورن دی. ابراهیم اوس هم د انټرپل تر تعقیب لاندې دی، خو د اوسېدو اوسنی ځای یې روښانه نه دی، داسې ویل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې ژوند کوي او کله کله دوبۍ ته په جعلي هویت هم سفرونه کوي.
۵- فابیو اوچوا واسکوز
فابیو اوچوا واسکوز په نړۍ کې د کو کایینو د باچا لقب خپل کړی دی، چې اوس نیږدې شل کاله کېږي ژوند یې په زندان کې تیرېږي. ویل کېږي فابیو د نړۍ ۹۰ سلنه کوکایین برابرول او پانګه یې تر ۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوې ده. په ۱۹۹۵ کال کې تر یو څه مودې لادرکۍ وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو. فابیو اوس د امریکا په فدرال زندان کې په یوه نامعلومه کوټه کې د زندان شپې او ورځې تېروي.