د سیاحت او اوسېدو لپاره د نړۍ ۱۱ ارزانه هېوادونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

معمولا هر څوک د یوه دلیل له مخې د نړۍ بېلا بېلو هېوادنو ته سفر کوي. ځینې د ښه ژوند، ځینې د زده کړو او ځینې نور بیا د مجبوریت له مخې یوه هېواد ته ځي او خپل وطن پرېږدي. په دې لیکنه تاسو د نړۍ له هغه هېوادونو خبروو چې سفر کول ورته ارزانه پرېوځي.
InterNations د نړۍ په کچه د مهاجرت او سفر په اړه مشهوره تولنیزه شبکه ده. دې ټولنیزې شبکې په دې وروستیو کې یوه سروې کړې ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې له مسافرو غوښتي چې د دوی پوښتنو ته ځوابونه و وایي. په دې نظر پوښتنه کې ۱۴،۳۰۰ کسانو برخه اخیستې ده. دغه کسان د ۱۹۱ هېوادونو اوسېدونکي او د ۱۷۴ بېلا بېلو ملیتونو درلودنکي دي چې په نورو هېوادونو کې یا دایمي ژوند کوي او یا هم په کار بوخت دي او په اصل کې د نورو هېوادونو دي. دې ټولنیزې شبکې په ګوته کړې ده چې په نړۍ کې ۱۳ داسې هېوادونه شته چې د نورو په پرتله ورته سفر کول ارزانه پرېوځي. دلته په لنډ ډول له دې هېوادونو یادونه کوو:
۱- رومانیا

په رومانیا هېواد کې ورځنی مزد یا د کار کولو اجره لوړه ده او برعکس دولت له خلکو کمه مالیه اخلي او دا یې د اوسېدونکو په حق کې لویه مرسته کړې ده. همدا لامل دی، چې د خلکو لپاره یې ګڼ کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي. له دې سره په څنګ کې په ورځني ژوند کې کارېدونکي توکي او خوراکي مواد په مناسبه بیه پلورل کېږي.
۲- اسپانیا

مادرید، بارسلونا او والنیسا له دې کبله په لوېدیځه اروپا کې تر ټولو مشهور ښارونه دي، چې د خلکو لپاره په کې پراخ کاري فرصتونه شته او د ژوند اړوند ورځني شیان او خوراکي توکي په ارزانه بیه پیدا کېږي.
۳- مالتا

دا کوچنی هېواد چې په لوېدیځه اروپا او مدیترانې په بهیره کې پروت دی، د سیل او چکر لپاره خوار ښکلی او په زړه پورې ځای دی. د نوې درجه بندۍ له مخې سږ کال دې هېواد د ژوند کولو د ښو شرایطو درلودلو له کبله لومړۍ درجه خپله کړه. د څېړنو له مخې په دې هېواد کې یو داسې کس هم پیدا نه شو چې له مالي مسایلو یې سر ټکولی وي. برعکس ټول له خپلو عوایدو خوشاله و.
۴- پولنډ

د دې هېواد د ورشو ښار د مهاجرینو او مسافرو لپاره د کارو بار ښه ځای دی. دغه راز په دې ښار کې مزد یا د کار کولو اجره ډېره لوړه او مناسبه ده. په دې ښار کې د اوسېدو لګښت د لندن او پاریس د لګښت په اړه ډېر کم دی.
۵- فیلیپین

دغه هېواد د اسیا په جنوب ختیځ سیمه کې موقعیت لري او د اوسېدو لپاره تر بل هر هېواد ارزانه دی. په دې هېواد کې د کور اجاره کول د نورو هېوادونو لکه ټایلنډ او نورو په پرتله ۵۰ سلنه ارزانه دي.
۶- د چک جمهوریت

د چک په پلازمېنه پراګ کې د دې سیمې د نورو ښارونو په پرتله ژوند کول یو څه ګران او د ورځنیو اړینو توکو بیې لوړې دي. خو په ټوله کې په دې هېواد کې خواړه، د حمل و نقل وسایل او نوړر اړین توکي نظر د چک جمهوریت نورو ګاونډیو هېوادو ته ارزانه دي. دغه راز د دندې پیدا کولو چانس هم په کې زیات دی.
۷- اکوادور

په اکوادور کې بیا ژوند کول یو څه ګران پرېوځي، خو د کار کولو مزد او اجره پکې ښه ده. همدا لامل دی، چې په نظر پوښتنه کې هېچا په دې هېواد کې له بد وضعیت څخه سر نه دی ټکولی. ۲۰ سلنه مهاجرو ویلي، چې د مالي ستونزو له کبله دې هېواد ته مهاجر شوي دي.
۸- مجارستان

دغه هېواد هم د ارزانه ژوند د جدول په سر کې راځي او د اوسېدونکو لپاره یې د کار شرایط د منلو دي او ور سره خوشاله دي. په دې هېواد کې ۳۰ سلنه اوسیدونکي کډوال وایي، له خپل ژوند او کارو بار څخه خوښ دي. دغه شمېره د ۲۰۱۵ کال په پرتله سږ کال ۱۹ سلنه زیاتوالی ښیي.
۹- ویتنام

په دې هېواد کې اوسېدونکي کډوال له ښو مالي شرایطو څخه برخمن دي. په ویتنام کې هم خوراکي توکي او هم د اوسېدو ځایونه د همدې لویې وچې او دغه راز د نړۍ په کچه ارزانه دي.
۱۰- ټایوان

په دې نظر پوښتنه کې ۸۳ سلنه کډوالو ویلي، چې په ټوله کې ورته په ټایوان کې ژوند کول ارزانه دي او له خپل کاروبار څخه خوښ دي. دغه راز ۹۶ سلنه خلکو بیا ویلي، چې تنخوا یې په میاشتني ډول د کور او ژوند ټولې اړینې اړتیاوې پوره کولی شي.
۱۱- ټایلنډ

په ټایلنډ کې د خوړو، حمل و نقل او اوسېدو مصارف د نورو لوېدیځو هېوادونو په پرتله ارزانه دي. نو ویلی شو، چې دغه هېواد هم د سیل، چکر او دایمي اوسېدو لپاره ارزانه دی.