د ارشاد رغاند لیکنه
ټولنیزې رسنۍ، چې تر ټولو وسیلو ډېر زموږ د عامه ذهنیت ښه استازیتوب کوي له څو ورځو راهیسې د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه بحثونو ته ځانګړي شوي وو .
په دې بحثونو کې یوه لویه برخه لوستو افغانانو برخه لرله، یوې ډلې د ترکیې د ټاکنو ګټونکي( ولسمشر رجب طیب اردوغان) ستایه، د اسلامي نړۍ رهبر اواتل یې باله .
بلې ډلې د اردوغان او د هغه د پلویانو مخالفت کاوه، دغې ډلې اردوغان مستبد او سیکولر سیاستوال ګاڼه او پلویانو ته یې، چې اکثره ښي اړخي افراطیان وو، د بېګانه پرستۍ پېغورونه ورکول .
درېیمې ډلې خلکو ټینګار کاوه، چې د ترکیې سیاست او ټاکنې یې او دا چې څوک د مرده باد او څوک زنده باد وړ دي، موږ پورې اړه نه لري . دې ډلې خلکو پر ملت پالنې ټینګار درلود او له دې کبله یې افغانانو ته د خپلو سیاستوالو د ستاینې او پالنې بلنه ورکوله .
دا بحث ممکن زر بیرته پای ورسیږي، خو ځینې پوښتنې د اوږده مهال لپاره زموږ مخې ته ږدي، چې باید ځوابونه ورته ومومو .
په دې پوښتنو کې تر ټولو دوه مهمې یې ممکن دا وي :
ـ آیا موږ خپله کوم قهرمان نه لرو، چې پرې وویاړو او که شته موږ یې نه شو تشخیصولای؟
ـ احیاناً که موږ په هغه کچه کوم قهرمان نه لرو، چې پردو په اصطلاح قهرمانانو نه مو پام ځانته واړوي، په دې حالت کې لومړیتوب څه دی؟ ځانته د قهرمان جوړونې فضا جوړه کړو، که د پردیو قهرمانانو په ستاینو بوخت پاتې شوو ؟
دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته، چې زموږ شته سیاستوال او ټول ملت تر پوښتنې لاندې راوستلای او ننګولای شي .
دا پوښتنې زموږ د سیاسي قشر او ملت ترمنځ پراخ واټن او تضاد روښانوي . دغه تضاد په هم مهاله ډول د سیاسي قشراو ملت دواړو حیثیت ته صدمه رسوي، ځکه سیاسي قشر ته پېغور ورکوي، چې ملت ته په قهرمان وړاندې کولو او پراخ اخیستو کې یې ناکام شوي دي.
په دې ترڅ کې سیاسي قشر ممکن ملت پړ وګڼي،چې د قهرمان کیدو معیارونه یې نامعلوم او د ورځې په نرخ دي، یانې وړ خلک نه حمایه کوي او په دې توګه د سیاسي قهرمان سازۍ پروسه یې ټکنۍ کړې ده .
په همدې ډول که ملت وننګول شي، چې ولې خپله سیاسي اتلان نه لري یا د اتلانو په توګه خپلو سیاستوالو ته نه قایلیږي، د دوی ځواب به دا وي، چې سیاستوال یې پر هغو معیارونو نه دي برابر، چې دوی یې واقعاً اتلان وګڼي او پالنه یې وکړي .
په هرحال؛ د یو بل پړه کولو پرځای غوره کار او مهم لومړیتوب همدا دی، چې سیاسي قشر او ملت دواړه په دې برخه کې خپلې کمۍ او ناترسره کړي مسولیتونه درک او د پوره کولو لپاره یې لاس په کار شي .
له دې کبله، چې سیاسي قشر او ملت د یو بل رغونکي، بشپړونکي او هم ځپونکي دي، لازمه ده له دواړو لورو څخه پر دې پوښتنو فکر او ژور بحثونه وشي:
ـ آیا موږ د قهرمانۍ پر معاصرو معیارونو برابر قهرمانان لرو ؟
ـ که یې لرو، ولې ورته قایل نه یوو او نه یې پالو ؟
ـ احیاناً که موږ نسبي قهرمانان لرو، څنګه یې په کاملو هغو بدلولای شوو؟
ـ څنګه کیدای شي، چې د پردیو قهرمان پالنه پریږدو او خپل نسبي قهرمانان تقویه کړو ؟
دا او دې ته ګڼې نورې پوښتنې شته، چې ځواب موندنه او له ځوابونو سره ځان برابرول یې زموږ سیاسي قشر او ملت دواړه له اوسني ننګونکي حالت څخه حد اقل په تدریجي ډول ویستلای شي .