که د ناروغ خوښي غواړئ، نو په پوښتنه کې ورته ګلان یوسئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي
کېدای شي ټولو دا تجربه کړي او لیدلي وي، کله چې ناروغ په روغتون او یا هم کور کې د ناروغۍ پر بستر پروت وي، هغه کسان چې د ناروغ پوښتنې ته ورځي، هڅه کوي، مېوه، جوس او یا نور مناسب شیان د ناروغ لپاره واخلي او ور یې وړي، خو اوس تجربو دا ثابته کړې ده چې د ناروغ لپاره تر توله ښه ډالۍ ګل ده، چې ښېګټو ته یې لاندې اشاره شوې ده.
موږ په یوه اسلامي او سنتي ټولنه کې ژوند کوو او د اسلام په مبارک دین کې د ناروغ پوښتنه کول سنت عمل دی. زموږ په ټولنه کې تر ډېره دود دا دی، کله چې د ناروغ پوښتنې ته ورځو، نو هرو مرو له ځان سره مېوه، د مېوې اوبه او یا بل مناسب شی وړو، خو تر دې ټولو غوره ډالۍ د ناروغ لپاره د ګلو ګېډۍ ده.
د راجرز پوهنتون (Rogers university) څېړونکو اوس دا په ګوته کړې چې نارغ ته د ډالۍ په توګه د ګل وړل د هغه د ارامۍ، خوښۍ، تازګۍ او د غم د له منځه تلو لامل کېږي.

د دغه پوهنتون مشهور اروا پوه پروفیسور”جنت هاویلنډ جونز” وايي ناروغ ته په ګل ور وړلو کې تر ټولو په زړه پورې ټکی دا دی چې کله د ناروغ سترګې په ګل لګېږي، نو د ګل رنګ، بوی او تازه ګي د دې لامل کېږي چې هغه له نا معتدل روحي حالت څخه خپل اصلي حالت ته را وګرځي.
د څېړونکو دغه ډله وایي، ګل او په ټوله کې شنو شیانو ته کتل د ناروغ روحي حالت ته بدلون ورکوي او د دې لامل کېږي چې د ناروغ په شونډو مسکا خوره شي. دوی همدار راز وایي هغه کسان چې د هغوی په شاوخوا کې شنه بوټي او ګلان ليدل کېږي ډېر کم یې پر ناروغیو اخته کېږي.
روغتیا پالان او ارواپوهان سپارښتنه کوي چې ناروغ ته د ورتلو پر وخت هرو مرو یو ګل او یا هم د ګلو یوه ګېډۍ له ځان سره ولرئ، تر څو ناروغ یې په لیدلو د خوښۍ احساس وکړي.
هغه ګلان چې سپین او بنفش رنګ لري، ناروغ ته د ارامۍ احساس ورکوي، خو تر ډېره دغه څه په موسم پورې هم تړلې خبره ده؛ که د سپرلي موسم وي، هڅه وکړئ داسې ګلان چې ګرد او تېز بوی ولري او ډېر کله د حساسیت لامل کېږي د ناروغ لپاره مه وړئ.

په زړه پورې کتاب، چې وکولی شي ناروغ یې په لوستلو د خوښۍ احساس وکړي او یو څو ساعتونه یې په خوښۍ تېر شي هم د ګل په څېر د یوې ښې ډالۍ بدیل کېدای شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.