ليکنه: مدثر دعوت
که چيري ښی لاسي او کيڼ لاسي کرکټران سره پرتله کړو، نو کيڼ لاسي لوبغاړي نسبتاً ښی لاسو ته پياوړي، او خطرناکه دي.
کيڼ لاسي کرکټران لکه، کريس ګيل،ډيويډ ميلر، ډيويډ وارنر او ځيني نور شته چې د کرکټ په تاريخ کې ډير ښه ځليدلي دي.
خو ښی لاسي کرکټرانو کې هم داسي لوبغاړي شته چې ګوته په غاښ به ورته پاته شئ.
په کرکټ کې داسې لوبغاړي چې هم توپوهنه کوي او هم توپ اچوونه او په ورته وخت کې ښه ډګرساتنه کوي، د ګوتو په شمار دي.
هرڅوک د خپلي خوښې کرکټران لري، ځيني يې توپ اوچوونکي وي او ځيني يې بيا توپوهونکي، خو تاسو تر اوسه داسې کرکټران پيژنۍ چي په کيڼ لاس توپوهنه کوي او په ښی لاس توپ اچوونه؟
په نړيوال کرکټ کې داسې لوبډلمشران شته او تير شوي دي چې په کيڼ لاس يې توپوهنه کړې او په ښی لاس توپ اچوونه.
دغه ليکنه ولولئ او د نړيوال کرکټ د تاريخ څلور نادره لوبډلمشران وپيژنئ:
۱ـ کريس ګيل
ويسټ انډيزی کريس ګيل د کرکټ د تاريخ يو له پياوړو او لايقو لوبغاړو څخه دی.
ګيل د خپل هيواد لپاره په ۲۸۱ يو ورځنيو لوبو کې په ۳۷،۰۱ اوسط سره ۹۵۸۵ منډې ترسره کړي، چې ۱۵ سليزي او ۳۷ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
دی د هغو لوبغاړو په نوملړ کې دريم مقام لري چې په يو ورځنيو لوبو کي يې ترټولو ډيرې شپږيزي ترسره کړيدي.
کريس ګيل په ۱۰۳ ټيسټ لوبو کې په ۴۲،۱۹ اوسط سره ۷۲۱۴ منډي ترسره کړي، چې ۱۵ سليزي او ۳۷ نيمه سليزي پکښې شاملې دي.
ګيل لومړنی لوبغاړی دی چې د کرکټ په ټولو اړخونو کي يې سليزي وهلي.
دی لومړنی کرکټر دی، چې په يوه ټيسټ لوبه کي يې ۳ سليزي، په يو ورځنيو لوبو کې ډبله سليزه او په شل اووريزو لوبو کې يې سليزه ترسره کړيده.
ګيل د ويسټ انډيز لپاره په يو ورځنيو او ټيسټ دواړو کې د لوبډلمشر په حيث دنده ترسره کړې.
دده د ټيسټ د ۲۰ لوبو په لوبډلمشرۍ کې ويسټ انډيز يوازې ۳ لوبې ګټلي، ۹ يې بايللي او ۸ لوبي بې پايلي اعلان شوي.
دده د ټولو ۵۳ لوبو په لوبډلمشرۍ کې ويسټ انډيز ۱۷ لوبې ګټلي ۳۰ يې بايللي او ۶ يې بې پايلي اعلان شويدي.
ګيل ښی لاسی اف بريک توپ اچوونکی دی، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ۱۶۵ ویکټې او تيسټ لوبو کې يې ۷۳ وکټي اخيستي دي.
۲ـ ګرايم سميت
ګرايم سميت لومړنی کرکټر وو چې په ۱۰۰ ټيسټ لوبو کې يې د لوبډلمشر دنده ترسره کړې.
دی د سويلي افريقا لپاره ډير بريالی لوبډلمشر تير شوی دی.
سميت په ۱۱۷ ټيسټ لوبو کې په ۴۸،۲۶ اوسط سره ۹۲۶۵ منډي کړيدي.
په ۱۹۷ يو ورځنيو لوبو کې په ۳۷،۹۸ اوسط سره ۶۹۸۹ منډي کړي، چې ۱۰ سليزي او ۴۷ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
سميت په ۱۴۹ يو ورځنيو او ۱۰۹ ټيسټ لوبو کې د لوبډلمشر په حيث پاته شويدي.
دی د ټيسټ کرکټ عاليترينه لوبډلمشر وو، نو ځکه دده لوبډلې دده ترمشرۍ لاندې د بريا ډير خوند اخيستی.
سميت، په ښې لاس ورو توپ اچوونه ترسره کوله او تل يې د لوبغاړو ترمنځ ملګرتياوي ماتولې.
په يو ورځنيو لوبو کي يې ۱۸ ویکټې او په ټیسټ کي يې ۸ لوبغاړي سوځولي دي.
۳ـ سورب ګنګولې
سورب ګنګولې د هندوستان د پياوړو او برياليو لوبډلمشرانو څخه دی.
دی د هندوستان لپاره ۱۱۳ تيسټ او ۳۱۱ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي، چې تر ۱۸۰۰۰ يې ډيرې منډې کړيدي.
ګنګولې به ۱۴۷ لوبو کې د هندوستان لوبډلمشر وو، چې ۷۶ يې ګټلي، ۶۶ يې بايللي او ۵ نورې يې بې پايلي اعلان شويدي.
دده په لوبډلمشرۍ کې هندوستان په ۴۹ تيسټ لوبو کې ۲۱ ګټلي ۱۳ يې بايللي او ۱۵ نوري يې بې پايلي اعلان شويدي.
ګنګولې په ښې لاس وروتوپ اچوونې سره په ټيسټ کې ۳۲ او يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۰ وکټي ترلاسه کړيدي.
۴ـ ارجونا راناټنګا
ارجونا راناټنګا د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يو بريالی لوبډلمشر ثابت شويدی.
ده وکولای شول چې په ۱۹۹۶ز کال کې نړيوال جام د سريلانکا په نوم پورته کړي.
ده په ۹۳ ټيسټ لوبو کې د ۳۵،۷۰ اوسط په درلودلو سره ۵۱۰۵ منډې ترسره کړلې، چې ۴ سليزي او ۳۸ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
ارجونا د سريلانکا لپاره په ۲۶۹ لوبو کې په ۳۵،۸۵ اوسط سره ۷۴۵۶ منډي ترسره کړي، چې ۴ سليزي او ۴۹ نيمه سليزي پکښې شاملي دي.
دی د سريلانکا لپاره په ۱۹۳ يو ورځنيو لوبو کې د لوبډلمشر په حيث لوبيدلی چې ۸۹ يې ګټلي، ۹۵ يې بايللي او ۹ لوبي يې بې پايلي اعلان شوي.
د ارجونا په لوبډلمشرۍ کې سريلانکا، دټيسټ په ۵۶ لوبو کې ۱۲ ګټلي ۱۹ يې بايللي او ۲۵ نوري يې بې پايلي اعلان شوي.
ده په راسته لاس توپ اچوونه ترسره کوله، چې په يو ورځنيو لوبو کې ۷۹ لوبغاړي او په ټيسټ کي يې ۱۶ لوبغاړي سوځولي دي.