ایا ماشوم باید د مور او پلار په شان وروزل شي، لپاره یې دا ګټوره لیکنه ولولئ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: حمیدالله حمیدي
اولاد خپلو بندګانو ته د خدای پاک تر ټولو ښه ډالۍ ده، دا چې موږ غواړو هغوی، د پلار، موراو ورور، په څېر لوی شي سمه خبره نه ده، دوی خپله په خپل ځان پورې تړلي کسان دي، ځانګړی مهارت، شخصیت او هیلې لري او نه شي کېدای، چې هغه دې د بل چا په څېر لوی شي او یا دې ضرور بل چاته ورته شي، ډیر کسان غواړي اولاد یې د دوی هم مسلکه شي او یا هغه څوک شي، چې مور او پلاریې غواړي ، خو ښه خبره داده، چې خپلې خوښې ته پرېښودل شي له هغه څه سره یې، چې مینه د ځان لپاره یې د مسلک په توګه وټاکي.
د ماشومانو رزونه بېلا بېلې لارې چارې لري، ځکه هر ماشوم بېلا بېلې ځانګړنې لري، نو د روزلو لپاره یې هم کومه ځانګړی فورمول نشته، چې د هغې په پام کې نیولو سره د ټولو ماشومانو لپاره د یوې خاصې تګ لارې څخه ګټه واخیستل شي. په اوسني وخت کې راډیو او تلوزیون د ماشومانې د روزنې لپاره ګټور شیان دي، یوې خبرې ته مو پام وي، چې له دې وسیلې څخه د ګټې اخیستلو لپاره ستاسو شتون تر ټولو اړین دی، تر څو دوی ته وښیئ، چې څه وخت او کومې خپرونې واوري او وګوري.
اولادونو ته مو ور زده کړئ، چې خپل خدای وپېژني او مینه ور سره ولري، دا چې الحمدالله موږ او تاسو مسلمانان یوو، د خپل خدای، دین، مذهب او کلتور په اړه ورته پوره معلومات ورکړئ، که مو اولادونه له خپل دین سره پوره مینه ولرله هغوی هېڅکله هم پر خپل ځان اعتماد له لاسه نه ورکوي، له ماتې څخه نه ورېږي او په پوره دقت، سرعت او پیاوړې اراده قدمونه اخلي.
په یاد ولرئ، چې احساسات، غوسه د هر انسان طبعي عادتونه دي، نو اولادونو ته مو ور زده کړئ، چې په ټولنه کې څه ډول خپل احساسات تر ولکې لاندې راولي، ځان داسې جوړ کړې، چې ځان ، ټولنې او خپلو ملګرو ته د منلو وړ وي. که احساسات کنټرول نه شي کړای او په خپل زړه کې ورته ځای ورکړي، کېدای شي کس له جدي روحی او جسمي ستونزو سره مخ شي.
اولادونو ته مو خپل نظم او انظبات له هغوی سره د اړیکې په بڼه ثابت کړئ. کله چې د خپلو اولادونو په څنګ کې وی کوښښ وکړی خپل غوسه مو تر کنټرول لاندې راولئ. که مو اولادونو د یوه ارام او حوصله لرونکي کس په توګه وپېژني، هغه مینه چې له تاسو سره یې لري او په کوم احترام چې تاسو ته قایل دي همداسې به یې وساتي. په سالمه روزنه کې د اولادونو (تنبه) تر ټولو لوی ظلم حسابیږي. مه هېروئ، چې موږ ټول تېروتنې کوو خو سزا یې د حل لاره نه ده.
هر ماشوم پلار او مور ته اړتیا لري. د اولادونو لپاره پلار او مور د مینې یوه شرچینه نه ده بلکې هر یو یې بېلا بېلا ځای لري، پلار د مور ځای او مور د پلار ځای نه شي نیولی، د اولادونو په شتون کې باید خاوند او مېرمنه په ورځنیو ستونزو داسې بحث ونه کړي، چې خبره تر غوسې ورسیږي، کېدای شي یو له هغوی څخه یې تر پام بد راشي، چې دا د ماشومانو لپاره تر ټولو ستره روحي ضربه ده.
اولادونو ته مو اجازه مه ورکوئ، چې پر تاسو باندې کوم کار په زور وتپي او هغه څه، چې دوی یې غواړي په یوه اشاره یې ورته تر سره کړئ. که مو اولاد ځوان او یا نوی ځوان وي اجازه ورکړئ چې، د پیسو د لاسته راوړلو تجربه وکړي، تر څو پوه شي، چې پیسې په اسانۍ سره لاسته نه راوړل کیږي، ځینې وخت کارکول د هغوی د بریا سبب ګرځي.
هېڅوک هم پوره نه دي، دغه ټکی هره ورځ له ځان سره تکرار کړئ. اولاد مو هغه وخت ستاسو سره ښه اړیکه درلودلای شي، چې پوه شي پلار او مور یې هم کله کله تېروتنه کوي او دا یوه طبعي خبره ده.
خپل اولادونه مه تهدیدوی، او یا هم کله چې ډیره خوښ وی له هغوی سره داسې ژمنې مه کوی، چې بیایې تر سره کولای یې نه شئ. د اولاد لپاره د مور او پلار خبره په دې مانا چې هر څه!!
که چېرته اولاد پر خپل مور او پلار باور له لاسه ورکړي، پوشئ، پر بل هېڅا بیا باور نه شي کولای، مور او پلار د اولادونو لپاره تر هر چا لومړيتوب لري.
له خپلو اولادونو سره مو مینه وکړئ، خپله مینه مه ترې ترېغوئ،ځکه له اولادوو سره مینه، هغوی ته فردي ازادي ورکوي، ستاسو په مخ کې د خبرو کولو جرئت پیدا کوي او پر خپل نفس یې اعتماد زیاتیږي، چې کېدای شي سبا ورځ د خپلې ټولنې تر ټولو مخکښ او سر لوړی کس وي.
په پښتو ژبه کې متل دی، چې وایي «اولاد په زړه خوږ په خوله تریخ» ډیر یې هم نازولي مه اموخته کوي پرېږدی کومې ستونزې چې، لري یې خپلې ځان ترې وباسي، ځکه په ژوند کې له ستونزو سره مخ کېدل او ځان ترې ایستل انسان قوي کوي، معلومه خبره ده، چې هر څوک په ژوند کې بریاوې او ناکمۍ لري او تجربه کوي یې، نو خپلو اولادونو ته اجازه ورکړئ، چې له ستونزو څخه د وتلو لارې چارې په خپله پیدا کړي او خپل ځان پیاوړی کړي.
هېڅ کله مو هم د خپلو اولادونو روح د دوی له عقل سره مه پرتله کوئ. له دوی څخه داسې تمه مه کوئ، چې هغوی د هم ستاسو په شان شي. دغه پرتله کول دې د لامل ګرځي، چې هغه په یوه منزوي او ضدي انسان بدل شي، داسې کس ترې جوړیږي چې، بیا په راتلونکې کې په خپله ټولنه کې ژوند نه شي کولای. مرسته ور سره کړئ، چې اولاد مو یو ځانګړی او بریالی کس جوړ شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.