وچې مېوې او د آلو بخارا ګټې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: حمیدالله حمیدي
یوه هالنډۍ څېړنه ښيي چې هره ورځ یوه اندازه وچه مېوه خوړل کولی شي د ژر مړینې مخه ونیسي. په تېرو څېړنو کې هم د وچې مېوې او زړه ناروغیو تر منځ تړاو ته کتنه شوې وه. د ماسټرېش پوهنتون څېړونکو په خپلې لس کلنې څېړنې کې ومونده هغه خلک چې هره ورځ لږترلږه لس ګرامه وچه مېوه خوري، د ژر مړینې چانس یې ۲۳ سلنه کم وي. څېړنې وښوده چې د پلیو کوچ خوړل چې مالګه او غوړ په کې ډېر وي، کومه ګټه نه لري.

په ۱۹۸۶ کال کې د ۵۵ او ۶۹ کلونو عمر تر منځ څه دپاسه ۱۲۰ زرو هالنډي ښځو او سړو څېړونکو ته خپل د پرهیز او ورځني ژوند بڼې مالومات ورکړل. لس کاله وروسته د دوی د مړینې درجې او وخت ته کتنه وشوه. هغو چې وچه مېوه یې خوړله، د سرطان، اعصابو، شکرې او ساه لنډۍ له کبله د ژر مړینې کچه په کې ټیټه وه. په منځنۍ کچه دغو خلکو د ژر مړینې ۲۳ سلنه کم چانس درلود، او په مشخصه توګه:
– له اعصابو سره د تړلو ناروغیو چانس ۴۵ سلنه کم شوی و
– د ساه لنډۍ ناروغۍ چانس ۳۹ سلنه کم شوی و
– د شکرې ناروغۍ چانس ۳۰ سلنه کم شوی و
تازه مېوه خپل بېل خوند او رنګ لري. د جام جم ورځپاڼه چې کار کوونکو یې د وچې مېوې په اړه کومې څېړنې کړې، لیکي، وچه مېوه د هډوکو د سلامتیا او قوت لپاره ګټوره ده.

د وچې مېوې په دې ډله کې الوبخارا هم راځي؛ الو بخارا د هضمې د سيستم لپاره ګټور دي او په زیاته کچه مغزي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.
که څه هم چې وچې مېوې خپلې اوبه له لاسه ورکړې وي، د بېلګې په توګه ممیز، د زردالو کښته او الوبخارا خو بیا یې هم ډېری مغذي مواد تر پوست لاندې ذخیره شوي پاتې وي.
اوس څېړنو ښودلې، الوبخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انتي اکسیدان لري. دوی په الوبخارا کې شته انتي اکسیدان د (بلوبري) له انتي اکسیدانو سره پرتله کوي او وایي چې په دې دواړو کې په یوه اندازه شتون لري.

(بلوبري) له فیبرو او په سوربیتول له لړل شوو کاربوهایدريتونه څخه مالا مال مېوه ده. دغه راز الوبخارا د بدن اسکلټي سيستم تقویه کوي او د هډوکو مړې شوې حجرې بېرته را ژوندۍ کوي. د هډوکو روغتیا تر هر څه اړینه ده، خو که ورته پاملرنه ونه شي د هډوکو د ماتېدو او پوده کېدو لامل ګرځي.
نباتي پروتینونه او هغه خواړه چې کلسیم لري، د هډوکو د ساتنې لپاره اړین دي، خو معدني مواد، مګنیزیم، پوتاشیم او اوسپنه هم د هډوکو لپاره د اهمیت وړ دي.
الوبخارا د دې ټولو سرچینه بلل کېږي؛ د معدني موادو د شتون کچه په کې تر بلې هرې مېوې او سبزۍ زیاته ده او کولی شي چي په هډوکو کې د معدني موادو حجم زیات کړي.
په الوبخارا کې د ويټامین سي شتون د دې لامل کېږي چې له نورو خوراکي توکو څخه بدن په اسانۍ سره اوسپنه جذب کړي. هغه فیبر چې په الوبخارا کې دي، کولی شي چي په وینه کې د کلسټرولو اندازه کنټرول کړي او د بدن د سلامتۍ لامل وګرځي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.