څه وکړو تر څو د زړه پر ناروغۍ اخته نه شو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: حمیدالله حمیدي
له بده مرغه نن سبا د ماشومانو، ځوانانو او زړو وګړو، غذایي رژیم د دې لامل شوی، چې د زړه خطرناکو ناروغيو ته لار هواره شي. همدا ناوړه غذایي رژیم دی، چې له دېرش کلنۍ د کم عمر کسان هم د زړه د درېدو پر ناروغۍ اخته کېږي.
د زړه ناروغۍ هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ميلیونو انسانانو د مړینې لامل کېږي. وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي.
له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د مغزي سکتې یا ګوزڼ له امله بلل شوې دي او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدو له کبله پېښېږي.
ولې د زړه پر ناروغۍ اخته کېږو؟
ډاکټران چاغوالی، د نشه يي توکو کارول، د هوا ککړوالی، د کبانو د غوښې او فیبرو نه کارول، غیر صحي خواړه، شکرې ناروغي او د وینې لوړ فشار د زړه ناروغيو اصلي لاملونه بولي. له دې ډلې ځینې ګواښونه یو له بل سره تړلي دي او یو ګواښ د بل شونتیا لوړولی شي. دغه راز د فزیکي فعالیت نه کول او عمر ته په کتو د غذایي رژیم تر منځ د توپیر نشتوالی هغه څه دي، چې د زړه پر حملې سربېره ځینې نورو وژونکو ناروغیو ته هم لاره هوارولی شي.
څېړنو ښودلې، چې نن سبا په نړۍ کې ډېر کم کسان سالم او بې خطره ژوند لري. دوی د ښه ژوند او سالمې روغتیا او دغه راز د زړه حملو څخه د خوندیتوب لپار ځینې سپارښتنې کړې دي.
۱- وزن مو کم کړئ
هڅه وکړئ چې وزن مو ټاکلې اندازې ته راښکته کړئ. ځکه کله، چې د انسان وزن زیات شي، په څنګ کې یې ور سره د وینې غوړ هم زیاتېږي، چې دغه څه د زړه حملو او درېدو ته لاره هواروي. کولېسټرول یا د وینې غوړ یو ډول کیمیاوي مواد دي چې د انسان د بدن لپاره ډېر اړین بلل کېږي. خو که کولېسټرول په وینه کې تر ټاکلې کچې لوړ شي، نو د انسان د روغتیا لپاره ځوروونکې پایلې درلودلی شي. د وینې د غوړو د کچې لوړېدل د زړه د رګونو د تنګېدو یا ان بندېدو سبب کيږي او دا په خپل وار د زړه حملې ته لاره هواروي.
۲- له هغو خوړو ګټه واخلئ چې فیبر ولري
د دې لپاره چې د زړه له حملو په امن کې وۍ، هڅه وکړئ چې په خپل غذایي رژیم کې له فیبر لرونکو خوړو لکه فیبر لرونکو مېوو، فیبر لرونکو سبزیو او د غنمو له سبوسو څخه ګټه واخلئ. د انګلستان اکسفورډ پوهنتون د اوو کلونو په موده کې په یوه څېړنه کې ثابته کړې چې هره ورځ په لږه اندازه مېوه خوړل د زړه او دماغي سکتې په کمېدو کې مثبت تمامېږي. په دې څېړنه کې نږدې پنځه زره چينايانو برخه اخيستې وه.
ياده څېړنه دغه راز ښيي، هغه کسان چې هره ورځ د اړتیا په اندازه مېوه خوري، دوی ډېر لږ د زړه، د وينې رګونو او د دماغي سکتې پر ناروغیو اخته کېږي.
د مېوو خوړل نه یوازې دا چې په وینه کې د ګلوکوزو اندازه کنټرولوي، بلکې د هغه درملو د جانبي اغېزو مخه هم نیسي چې د شکرې ناروغۍ د درملنې لپاره کارول کېږي. څېړونکي وايي، هغه څوک چې د ډوډۍ خوړو پر مهال مېوه خوري، د زړه او د وينې رګونو ناروغۍ کچه یې ۲۷ سلنه او د دماغي سکتې ناروغۍ کچه یې ۴۰ سلنه کمېږي.
دغو پايلو ته په کتو سره، ډاکټران سپارښتنه کوي چې هره ورځ باید لږ تر لږه ۱۵۰ ګرامه تازه مېوه وخوړل شي. دغه راز فیبر په وینه کې د غوړو کچه نورمال حالت ته را ټیټوي، چې دغه چاره د زړه د حملې او درېدو مخه نیسي.
۳- له سګرېټو ډډه وکړئ
د سګرېټو څکول د وینې مضر غوړ (LDL) زیاتوي او په بدل کې یې سالم غوړ (HDL) له منځه وړي، چې د ځیګر د غوړېدو او د زړه د حملې لامل کېږي.
۴- د ماهي فوښه خورئ
د کبانو په غوښه کې شته غوړ اسیدونه اومېګا درې د بدن لپاره ګټور دي او په وینه کې د مضرو غوړو د زیاتوالي مخه نیسي.
۵- الکول لرونکي څښاک مه څښئ
دا چې موږ په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو او الکولي مشروبات پکې څه باندې ۱۴۰۰ کاله د مخه حرام ګڼل شوي، نو له څښلو یې باید په جدي ډول ډډه وشي؛ ځکه الکولي مشروبات د زړه پر ناروغۍ سربېره د ګڼو نورو ناوړه ناروغیو لامل هم کېدای شي.
د فزیکي فعالیت او سپورت ارزښت ګڼو څېړنو ثابت کړی دی. له ورزش او فزیکي فعالیت پرته د انسانانو روغتیا له بېلابېلو ګواښونو سره مخ ده. د زړه روغتیا ته دا ګواښ تر نورو ډېر نږدې دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.