د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د هندوستان خلاف د لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ وروسته د دویمې ټیسټ لوبې خبر ورکړل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۹ م کال په لمړیو کې د ایرلینډ خلاف دویمه ټیسټ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ته په تیر ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ نړیوالې لخوا بشپړ غړیتوب ورکړل شو، چې اوس دواړه لوبډلې کولی شي ټیسټ یا ۵ ورځینۍ لوبې ترسره کړي.
ایرلینډ خپله لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه د پاکستان او افغان لوبډلې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې خلاف په روان ۲۰۱۸ م کال کې ترسره کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان خلاف په تاریخي کې سیالۍ کې د سختې ماتې سره مخ شوه، چې پکې افغان لوبډلې هندۍ لوبډلې ته د یو اننګز او ۲۶۲ منډو په توپیر سره لوبه وبایلله.
که څه هم په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې د سپین بالرانو څخه تر ډیره تمه کیدله، خو هندي کرکټ بورډ د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان خلاف سیالۍ کې شنه ویکټ تیاره کړه، چې پکې د سپین بالرانو لپاره مرسته نه وه.
د افغانستان او هندوستان خلاف په سیالۍ کې د کرکټ نړیوالو مبصرینو په افغان لوبډله بېلابیلې تبصرې وکړې او د افغان لوبډلې د لا پرمختګ په اړه یې د ضعف نقطې په ډاګه کړې.
د دوي په وینا افغان کرکټ بورډ ته پکار ده، چې د ټیسټ لوبو لپاره ځانګړي لوبغاړي ولري، ترڅو په دغه لوبو کې ښه ولوبیږي، خو دوي په خبره دغه یو څه وخت ته اړتیا لري.
افغان لوبډله د هندۍ لوبډلې خلاف تر ډیره د توپ وهنې په ستونزو کې ګیرو وه، چې د هندي بالرانو پر وړاندې یې مقاومت ونشو کړی.
د نړیوالو مبصرینو په وینا افغان لوبډله دې خپلې لمړنۍ سیالۍ ته نه وارخطاء کیږي، له دې وړاندې هم د ډیرو لوبډلو پیل همداسې شوي، خو د راتلونکې غم دې وخوري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دویمې ټیسټ لوبه کې د ۲۰۱۹ م کال د فیبرورۍ میاشت کې د ایرلینډ خلاف مخ کیدونکې ده، چې ورته پکې د ګټلو زیات چانس هم شته ځکه چې ایرلینډ په وروستیو کې د افغان لوبډلې د بالینګ پر وړاندې په مسلسل ډول د ستونزو سره ګیر دی.