د مخ سپینه والي او ښکلا لپاره د کورکمن ماسک وکاروئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: مریم محمدي
د انسان طبیعي غوښتنه دا ده، چې سپین، ځوان، بې داغه، صفا او ښکلی د مخ پوستکی ولري.
د یو شمیر پیغلو چې په مخ داغ، ګونځې یا هم د مخ پوستکی یې صفا نه وي، د شرم احساس کوي حتا ځان له نور کم حسابوي، کوښښ کوي چې ډيرو مشورو جلدي ډاکتران ته لاړ شي، همدا لامل دی چې ډیرې پیسې ترې د مخ د ښکلا لپاره په درملو ځي.
هغه کسان چې د مخ پوستکی یې په بیلابیلو ستونزو سر دی، نو دا کورنی، ارزانه او اسانه ماسک دې وکاروي.
مخکې له دې چې د کورکمن ماسک د اړتیا وړ مواد درته ووایم غواړم چې دلته یوبل طریقه چې د مخ ښکلا کې رولري هغه هم درسره شریکه کړم.
هر کله چې غواړئ ماسک مو مخ ته ګټه ورسوي، نو د ماسک له کارولو وړانډې مخ ته تف ورکړئ:
مخ ته د تف ورکولو طریقه:
درې ګلاسه اوبه په کوچني دیګ کې واچوئ بیا په اور کیږدئ، چې جوش شي، کله چې اوبه جوش شوې، بخار کوي، بیا اور بند کړئ، مخ مو د اوبو په سر ونیسئ، څادر مو په مخ او سر داسې واچوئ چې د بهر نه هوا داخله نشي، تر څو د اوبو بخار یا تف ستاسو مخ خولې کړي، دا کار د ۱۰ دقیقو لپاره وکړئ.
د کورکمن د ماسک د اړتیا وړ مواد
– دوه قاشوغې د کورکمن پوډر
– یوه قاشوغه شات
– نیم ګیلاس ګرمې اوبه
– یوه قاشوغه د لیمو اوبه
د جوړولو طریقه
د کورکمن پودر، لیمو اوبه، شات او ګرمې اوبه دا ټول سره یو ځای کړئ چې ښه یو بل سره مکس شول وروسته یې په مخ د ۵ دقیقو لپاره پریږدئ.
بیا مخ مو په ترمو اوبو ووینځئ، د لمر ضد کرم نه استفاده وکړئ.
یادونه: کورکمن چې سرطان ضد خواص لري، که چیرې دا ماسک په اونۍ کې یو ځل وکاروئ، مخ به مو له ګونځو، داغونو او د زر زړښت نه ژغورالی وي، همدا رنګه د یو سپین، صفا او ښکلي پوستکي لرونکي به اوسئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.