د وچې دڼیا یا ګشنیز هغه ګټې چې ښايي تر اوسه مو نه وي اوریدلي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
دڼیا یا ګشنیز هغه ترکاري ده چې ټولو ته یې خوړل خوند ورکوي. دڼیا خوړو ته ځانګړې ذایقه هم وربخښي. د تازه دڼیا له ګټو به خبر یاست، خو نن درته د وچې دڼیا د تخم یا دانو په اړه ګټورمعلومات درکوو:
۱- وچه دڼیا د ګبین او بورې په څیر بدن ته انرژي ورکوي، هغه کسان چې په ورځینيو چارو کې له ستړیا سره مخ دي کولای شي چې له سرو شویو خوړو سره وچه دڼیا ډيره استعمال کړي.
۲- وچه دڼیا کولمې او معده روغه ساتي. هغه ماشومان چې چینجي لري او یا د معدې ستونزې لري کولای شي، د وچې دڼیا خوړل یو ځل وازمايي. همدارنګه وچه دڼیا معده تقویه کوي، د خوړو په هضم کې پوره مرسته کوي. تجربې ثابته کړې ده د معدې په پرتله هغه کسان چې د کولمو التهاب لري په خوړو کې دې دڼیا ته پاملرنه وکړي.
۳- وچه دڼیا د زړه ناروغۍ خطر کموي. ډاکتران وايي د خوړو په لیست کې د تازه دڼیا سر بیره وچې دڼیا ته هم ځای ورکړئ، تر څو د زړه حملې نه وژغورل شئ.
۴- وچه دڼیا استرس له مینځه وړي، انسان ته خوښۍ ورکوي.
۵ – وچه دڼیا د نس ناستي یا اسهال ناروغي ښه کوي.
۶- وچه دڼیا د نورو ناروغیو ترڅنګ د سر درد ښه کوي، ریژش لپاره ښه درمل دي او همدارنګه د غاښ درد قراره وي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.