
د سویس حکومت د کډوالو ادارې د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو د اخراج نظریه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په سویس او نورو اروپايي هېوادونو کې میشت افغان کډوال وايي، له یوه هېواده د قومیت پر بنسټ اخراج د کډوالو له کنوانسینونو او د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي.
د روان اونۍ د شنبې په ورځ د (مې په څلورمه) د سویس د نیه څورښر څایتونګ جرمني ژبې ورځپاڼې راپور ورکړ چې ښایي د سویس حکومت پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
دغه ورځپاڼې ویلي، د سویس د اخراج د برخې مسولینو د کډوالۍ د برخې کارکوونکو ته ویلي چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتېژۍ له بدلون سره په یو شمېر انتخابونو لکه د قوم پر بنسټ په اخراج باندې غور کېدای شي.
د دغه خبر له خپریدو وروسته په پراخه کچه اروپايي میشتو افغان کډوالو غبرګونونه وښودل او د سویس د حکومت دا طرحه یې وغندله.
په جرمني کې میشتې د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري یاران ته په رالیږلي ویډیو پیغام کې ویلي، دا طرحه نه یوازې له نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې ده، بلکې د غفاري په ټکو خطرناکه او غیرانساني ده.
د هغې په خبره، دا به ډیر ناعالادنه وي چې یو قوم د طالبانو له ګواښ څخه معاف وګڼل شي او په دې پلمه چې پښتانه دي بیرته افغانستان ته ډپیورټ شي.
په لندن کې میشته د ښځو د حقونو بله فعاله نیلوفر ایوبي د سویس د حکومت طرحه نه یوازې غیرعالادنه بلکې قومي تعصب بولي.
د هغې په ټکو، کله چې د خلکو له یو ګروپ سره د قوم، نژدا، ژبې او دین ته په کتو برخورد کیږي دا تعصب دی.
هغې وړاندې یاران ته په رالیږلي ویډیو پیغام کې وویل، د سویس حکومت د خپلې دغې پریکړې څخه د دفاع په خاطر هیڅ ډول شواهد نه لري او غواړي د یو شمیر اشخاصو جرمونه په یو قوم پورې وتړلي.
له سویس څخه د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو د شړلو ترشا اصلی موضوع څه ده؟
د سویس د نیه څورښر څایتونګ جرمني ژبې ورځپاڼه وايي، په سویس کې د پښتنو افغان کډوالو د شړلو د طرحې موضوع وروسته له هغې راپورته شوه چې یو شمیر افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې جنايي بریدونه وکړل.
د ورځپانې په ټکو، دې بریدونو په پراخه کچه له اروپايي هېوادونو د افغانانو شړلو ته زمینه برابره کړه.
ورځپانه وړاندې وايي، د دې طرحې ترشا فکر دا دی چې پښتانه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د ژبې او ټبر د نږدېوالي له امله ښايي دې پناه غوښتونکو ته په خپل هېواد کې خطر کم وي.
خو ایا واقعا د طالبانو تر واک لاندې پښتنو ته ګواښ نشته؟
د بشري حقونو د څار سازمان پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو څو میاشتې وروسته په راپور کې ویلي و، داسې اسناد او شواهد یې موندلي چې د طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې چې پښتون میشته سیمه دي، د پخواني پوځ ډیر شمیر سرتیري وژلي دي.
دغه راپور چې د ۲۰۲۱کال د نوامبر په ۲۹ مه خپور شوی و، په راغلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې له سلو ډیر پخواني پوځیان وژلي دي.
همدې سازمان د ۲۰۲۲کال د جولای په ۷مه په یو بل راپور کې د افغانستان په خیتځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو له خوا په یو راپو کې د ډله ییز وژنې ادعا وکړه.
په راپور کې راغلي و، د ننګرهار په کانال کې له سلو د ډیرو کسانو جسدونه موندل شوي چې د شکنجې نښې نښايې يې د بدن پر غړو د ډیر وخت له تیریدو وروسته ښکاریدې.
د راپور په ټکو، د وژل شویو کسانو جسدونه په ننګرهار کانال کې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې څخه د ۲۰۲۲کال تر اپریل پورې ښخ شوي وو.
که څه هم د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دغه وژل شوي کسان د داعش خراسان غړي یاد شوي، خو دا ښکاره شواهد نشته له داعش سره د دې کسانو تړاو او هویت څرګند کړي.
د بشري حقونو د اسیا برخې مشرې پریشیه ګاسمن هغه مهال ویلي و، طالب چارواکو خپلو ټولو سرتیرو ته دا واک ورکړی چې د داعش خراسان غړي ونیسي او ووژني.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپورنو سربیره، یو شمیر د بشري حقونو فعالان ادعا کوي چې د طالبانو تر واک لاندې په ډیرو پښتون میشتو سیمو کې د پخواني پوځ د سرتیرو د وژل کیدو سربیره، مدني فعالان، د تیر حکومت کارکوونکي، د ښځو او تعلیم فعالان د طالبانو له خوا نیول او ځورول کیږي او ژوند ته يې خطرونه متوجه دي.
په اروپا کې میشتو افغان کډوالو ولې جرمونه وکړل او دوی څوک دي؟
د جرمني حکومت تیرکال د لومړی ځل لپاره پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته دې هېواد ته ۲۸افغان کډوالو د جرمني د حکومت په ټکو مجرمین وو، بیرته افغانستان ته دیپورت کړل.
د جرمني حکومت د دغو شړلو شویو افغان کډوالو د هویت په اړه هیڅ ډول معلومات خپاره نه کړل.
له دې دپیورټ وروسته د جرمني په څو ښارونو کې پرله پسې بریدونه وشول چې افغان کډوال په کې ښکیل کې وول.
د دې بریدونو په لړ کې وروستۍ يې د جرمني په مونش ښار کې د نوي کال پر بازار د یو افغان کډوال له خوا د موټر د ور برابرولو پېښه وه چې ۲۸ کسان په کې تپیان شول او له پېښې وروسته دوو تنو په روغتون کې ساه ورکړه.
د جرمني پولیسو ویلي و، د پېښې په تړاو یې یو ۲۴کلن افغان کډوال نیولی دی چې له دې وړاندې د نشه توکو په خرڅولو او له مغازو څخه په غلا تورن و.
پولیسو د نیول شوي افغان کډوال د هویت په اړه هیڅ ډول جزیات خپاره نه کړل.
دهمدې تیر ۲۰۲۴ کال مې میاشت کې بیا بل افغان کډوال د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید یو پولیس ټپي کړ چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د سلواغۍ میاشتې په پیل کې د چړې په برید کې د جرمني په بایرن ایالت کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي وو.
له پېښې وروسته پولیسو ویلي و، یو ۲۸کلن شکمن افغان یې نیول دی.
د دغو ټولو نیول شویو افغان کډوالو د هویت په اړه د افغانستان په کوم قوم او ولایت پورې تړاو لري د جرمني د پولیسو له خوا هیڅ ډول جزیات خپاره شوي نه دی.
د سویس حکومت د نوې طرحې په اړه څه وايي؟
په سویس کې دننه یو شمېر سیاسي ګوندونو د قوم پر بنسټ افغانستان ته د پښتنو افغان کډوالو د شړلو ملاتړ کړی، خو د منځلارو او سوسیال ډموکرات ګوندونو یې بیا په بشپړه توګه مخالف کړی او ویلي یې دي چې باید اصلي معیار د کډوالۍ لاملونه وي، نه قومیت.
دوی ټینګار کړی چې ستانه شوي افغانان د شکنجې او بشري حقونو د نورو سختو سرغړونو سره مخ کېږي.
که څه هم د سویس حکومت په رسمي ډول د دغه نظریې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو دغه هېواد د روان لمریز کال په حمل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخې یې هغه مجرد او روغ افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې د سویس د حکومت له لوري رد شوې او په دغه هېواد کې کورنۍ ونه لري، ممکن په ځانګړو شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړل شي.
په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې دا نوې پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده.
دغه هیواد په تېر ۲۰۲۴ کال کې پنځه تنه افغان وګړي چې د سویس د کډوالو د ادارې د بیان پر بنسټ مجرمان او د سویس داخلي او بهرني امنیت ته ګواښ وو، بیرته خپل هېواد ته ستانه کړل.