
د جرمني په برلین ښار کې میشت افغان کډوالو د ملي جرګې په نوم ناسته درلوده.
دا ناسته چې وړمه ورځ جوړه شوې وه، ګډونوال یې د رابللو موخه د افغانانو ترمنځ یووالی او په افغانستان کې سوله او پرمختګ ګڼي.
د دې ناستې یو ګډونوالې او د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي یاران ته په رالیږلي پیغام کې وویل،
” افغانستان اوسمهال داسې یو زندان ته ورته دی چې خلک په کې ازادي نه لري، د انتخاب حق نه لري او افغانې ښځې یوازې دا نه دي چې له تعلیمه محرومه شوي بلکې موږ ښځې غواړو په سیاسي او ټولنیزو برخو او تصمیم نیونې برخو کې دخیلو اوسو “.
د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په جرمني کې میشت افغان کډوالو ورته ناستې جوړې کړي دي.