
د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د اعدام شویو کسانو شمېر په نړۍ کې په چټکۍ سره لوړ شوی دی.
د راپور له مخې، سږکال لږ تر لږه ۱۵۱۸ کسان اعدام شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
سره له دې چې د مرګ سزا تطبیقوونکو هېوادونو شمېر له ۱۶ څخه ۱۵ ته راکم شوی، خو د اعدامونو شمېر له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړ ثبت شوی دی.
د اټکل له مخې چین لا هم یو له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو ډېر خلک پکې اعدامېږي چې کره شمېرې نه خپروي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چین د اعدامونو شمېر دولتي راز ګڼي.
ویتنام او شمالي کوریا هم له هغو هېوادونو دي چې د اعدام سزا پراخه توګه پلي کوي، خو معلومات یې نه افشا کوي.
ایران د اعدامونو له اړخه مخکښ هېواد
د راپور له مخې ایران، عراق او سعودي عربستان د ۹۱ سلنه پېژندل شویو اعدامونو مسول هېوادونه دي.
یوازې ایران کې ۹۷۲ کسان اعدام شوي چې پکې ۳۰ ښځې هم شاملې دي، دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۸۵۳ و.
د ایران د بشري حقونو فعالان دا ډېروالی له داخلي سیاسي فشارونو او ګډوډیو سره تړي.
سعودي عربستان په ۳۴۵ او عراق په ۶۳ اعدامونو سره تر ایران وروسته ځای لري.
راپور زیاتوي چې ایران او سومالیا دواړو تر ۱۸ کلونو کم عمره څلور کسان اعدام کړي، او ایران او افغانستان بیا یوازني هېوادونه وو چې په ۲۰۲۴ کال کېیې اعدامونه په عامه توګه ترسره کړل.
د پټو اعدامونو خبرداری
چین د اعدام سزا اوږده سابقه لري. په ۱۹۸۳ کال کېیې د جنایتکارو ډلو پر ضد د “سخت برید” پالیسي پلې کړه.
د بښنې سازمان راپورونه ښيي چې حتی د غیر وژونکو جرمونو لکه د غوا یا موټر غلا په جرم هم خلک اعدام شوي.
د مخدره توکو پر ضد مبارزه هم یو له هغو برخو ده چې اعدامونه پکې تمرکز لري. د ۱۹۹۶ کال د راپور له مخې، یوازې د جون په ۲۶مه، چې د مخدره توکو پر ضد نړیواله ورځ ده، په یوه ورځ کې له ۲۳۰ زیات کسان اعدام شوي وو.