
په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه شاوخوا ۷ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.
د راپورونو له مخې ښايي د اپریل له ۱۱مې نېټې وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو عملیات لا شدید شي.
د راپورونو له مخې، په تېرو شپږو ورځو کې ۶۷۰۰ افغان کډوال چې ۹۴۴ کورنۍ یې جوړوي، له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان “ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې د اپریل په ۶مه د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، دغه کسان چې ۲۸۷۴ نارینه، ۱۷۵۵ ښځې او ۲۰۷۱ ماشومان پکې شامل دي، لومړی د لنډي کوتل ترانزیټي کمپ ته انتقال او بیا له قانوني مراحلو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چې په همدې موده کې ۳۵۳ هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، نیول شوي او د ایستلو د راتلونکو پړاوونو لپاره تر څار لاندې دي.
همداراز ویل شوي چې د افغانانو ډېر دوکانونه او دفترونه په ځانګړې توګه د پېښور په تجارتي سیمو کې له اختر وروسته تړلي پاتې دي.
ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي، حکومت پلان لري چې د اپریل له ۱۱مې وروسته د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات لا شدید کړي.
په ورته وخت کې، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې پولیسو خپل عملیات سخت کړي دي.
په اسلاماباد کې مېشت افغان، موسی خان، چې د افغان تابعیت کارت لري وایي ته ویلي: “زه په ګولډه کې اوسېږم. همدا اوس زموږ سیمه کې د پولیسو چاپه روانه ده، کله مې له تاسو سره خبرې کولې، ټیلیفون یې راباندې بند کړ.”
یو بل افغان کډوال عبدالله خان هم ویلي، “پولیس خلک نیسي، تاڼو ته یې وړي چې پنځه یا لس کسان شي، بیا یې حاجي کمپ ته لېږي هلته نه د ډوډۍ بندوبست شته نه د خوب ځای، او خلک له سپکاوي سره مخ دي.”
په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو مدافع وکیله منېزه کاکړ او د ملي عوامي ګوند غړی سید زبیر شاه اغا یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ګڼ شمېر ماشومان لیدل کېږي.
یو سړی له دوی څخه د استازولۍ پر مهال ویلي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې نه خواړه لري او نه اوبه.
په پاکستان کې د ګډ اقدام کمیټې (JAC) ویلي، ډېری افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې له کورونو نه شي وتلي او د هغوی خوراکي توکي په چټکۍ سره پای ته رسېږي.
دغه کمیټه چې له مدني فعالانو او د پاکستاني وګړو څخه جوړه ده، ویلي ماشومان او کورنۍ یې قصدا له یو بله بېلېږي او ټینګار یې کړی چې د نیول شویو کسانو لیستونه دې چمتو شي څو کورنۍ سره یو بل پیدا کړي.
بلخوا، ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وایي چې له خپلو کورونو ایستل شوي او اجازه نه ورکول کېږي چې خپل مالونه له ځانه سره یوسي.
د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو ملاتړ کوونکي بنسټونه د افغان کډوالو سره د انساني او اصولي چلند غوښتنه کوي، خو پاکستاني چارواکي بیا دا اقدام د امنیت او کډوالۍ د مدیریت د ملي سیاست یوه برخه بولي.
په ورته وخت کې، د طالبانو اړوند چارواکو له راستنو شویو کډوالو سره د بیړنیو مرستو ژمنې کړې دي.