
نهوو هېوادونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د دوام ملاتړ اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلې بیګانۍ غونډې له پای ته رسېدو وروسته یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې فرانسې، ډنمارک، یونان، ګیانا، پاناما، جنوبي کوریا، سیرالیون، سلووینیا او بریتانیا – په یوې ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه ایستل شوې او غږ یې خاموش شوی دی.
همداراز، دغو هېوادونو د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه اقدام ستایلی چې د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د نیولو د حکم غوښتنه یې کړې ده.
دې هېوادونو او یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو له دې وړاندې هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ملاتړ غږ پورته کړی دی.