
د سوریې نوي مشر احمد الشرع، د ده د ځواکونو له لوري د ملکي علویانو د ډلهییزې وژنې د راپورونو له خپرېدو وروسته د دې پېښې د څېړلو او ځواب ویلو ژمنه کړې ده.
دغه ډلهییزه وژنه چې د بشار الاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته وشوه د سوریې د نوي حکومت تر سیوري لاندې د ملکیانو پر ضد تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن دوشنبې اعلان وکړ چې د مارچ له ۶مې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د پخواني دولت پلوه ملیشو له لوري ۹۳۷ ملکیان وژل شوي دي.
ویل کېږي چې دا ډلهییزه وژنه د اقلیت علویانو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې ده.
دا هغه سیمه ده چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد پورې تړاو لري او ګڼ شمېر پلویان یې هلته ژوند کوي.
دا تاوتریخوالی وروسته له هغه لا زیات شو چې تېره سې شنبه د بشار الاسد وفاداره ځواکونو د سوریې د نوي دفاع وزارت دوه پوځیان د لاذقیه ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.
د پېښې په غبرګون کې د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسلهوالو د “د اسد د حکومت د پاتې شونو تصفیه” په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د یادو سیمو اوسېدونکي یې له سختو پایلو سره مخ کړي دي.