افغان کرکت لوبډله نن د استرالیا پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کیږي

افغان لوبغاړي راشد خان او حشمت الله شهیدي

نژدې یو ساعت وروسته افغان کرکټ ملې لوبډله د اتلانو جام یا جمپینیز ټرافي په یوه مهمه او برخلیک ټاکنې لوبه کې له استرالیا سره د لوبې میدان ته ښکته کیږي.

دا لوبه د پاکستان په هغه لوبغالي کې ترسره کیږي، چې تیره ورځ افغانې لوبډلې په کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لاهور ښار دغې لوبغالی ته د افغان لوبډلې ډیر شمیر مینواله هم ورټول شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فېسبوک پاڼې د لوبغاړو انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، لوبغاړي د لاهور ښار د قذافي لوبغالی ته رسیدلي دي.

About یاران سپورت 7 Articles
ياران سپورت د یاران د هغو داوطلبو سپورتي خبریالانو ډله ده چې د یاران لپاره د سپورت او لوبو په ځانګړې توګه د کرکټ او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبو په اړه خبرونه او معلومات چمتوي کوي.