
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په دروازه کې څه باندې ۴زره باروړنکې لارۍ دواړو خواوو ته له یوې اونۍ راهیسې د اوښتو په تمه ولاړې دي.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي وو،” د تورخم دروازې د بیا پرانیستو په خبرو اترو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی”.
دا لار د یوې اونۍ راهیسې د باروړنکو لارو سربیره، د مسافرو او ناروغانو پرمخ تړلی شوې ده.
د دروازې دواړو خواوو ته مسافر او ناروغان په جوماتونو او هوټلونو کې دیره دي او د خوارک او څښاک له نه شتون شکایت لري.
ټاکل شوې وه، د فبرورۍ په ۲۵مه طالبان او پاکستان چارواکي د دې لارې د خلاصیدو په اړه خبرې اترې وکړي، خو پاکستاني چارواکو ویلي، “د همدې ورځې تر ماښامه له کابله د خبرو اترو د دویم پړاو لپاره تورخم ته د طالبانو پلاوی ورغلی نه دی”.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۱مه له طالبانو ځواکونو سره د مورچلو د جوړولو پر سر شخړه وکړه چې له کبله يې د تورخم دروازه د سوداګریزو مالونو او مسافر پر مخ وتړل شوه.