افغانستان او شانګهای؛ ترینګلې اړیکې به ورغیږي ؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ارشاد رغاند
د ولسمشر غني په مشرۍ یو لوړپوړی افغان حکومتي پلاوی په داسې حال کې چین ته د شانګهای سیمه ییزو همکاریو سازمان په مشریزه غونډه کې د ګډون په نیت رسیدلی، چې افغانستان په ټوله کې له سیمې سره ترینګلې اړیکې تجربه کوي .
د اړیکو د ترینګلتیا تجربه په هم مهاله ډول له نسبي توپیرونو سره له پاکستان، ایران، روسیې او حتا چین سره لیدل کیږي .
د اړیکو د دغې ترینګلتیا لاملونه څه دي ؟
سیمه افغانستان ته څومره مهمه او د شانګهای غونډه د اړیکو رغولو ته څومره فرصت کیدای شي ؟
په دې لیکنه کې به دې مسئلو ته ځغلنده کتنه وکړو .
نړیوالې اغېزې
له سیمې سره د افغانستان اړیکې د نړیوالو قدرتونو د خپلمنځیو اړیکو له اغېزو څخه طبیعي ده، چې خوندي نه دي . افغانستان له ۲۰۰۱ څخه وروسته د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ له لویدیزو هېوادونو سره نیږدې اړیکې لري .
د افغانستان په مسئله کې تر ډېره سیمه ییزو هېوادونو هم تر ډېره له لویدیز سره همغږي او همکاري لرله، خو له څو کلونو راهیسې په تدریجي ډول له سیمه ییزو قدرتونو سره د لویدیز؛ په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو د اړیکو خړیدو د افغانستان په مسایلو کې د سیمه ییزو قدرتونو دریځ په نسبي ډول بدل کړی دی .
دا قدرتونه فکر کوي، چې د افغانستان له مسئلې سره به د لویدیز یا امریکا د خوږې ګوتې په توګه کار واخیستلای شي، ځکه خو یې په ځينو برخو لکه: له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په رامنځته کولو کې افغان حکومت ته د سرخوږي جوړولو هڅه پيل کړې ده .
په دې برخه کې د طالبانو د اصلي ملاتړي( پاکستان) پر هڅو سربېره د روسیې او ایران هڅې د پام وړ دي . دغه هېوادونه، چې هر یو له پخوا راهیسې د افغانستان په سیاسي میدان کې فعالې نفوذي ډلې لري، ګومان یې کاوه چې افغان حکومت ممکن د دوی دغه هڅې بې ځوابه پریږدي او د یوه فشار په توګه به ورته تسلیم شي .
خو د دوی د توقع خلاف ولیدل شول، چې افغان حکومت دغه فشار پټ نه کړ؛ بلکې له رسوا کولو سره یې بیرته دغه قدرتونه په یو ډول تر سیاسي فشار لاندې راوستل .
د سیمه ییزو قدرتونو هیله دا وه، چې افغان حکومت به له دغو فشارونو سره له خپلو اصلي متحدینو( لویدیز او امریکا) څخه نسبي فاصله واخلي .
د دې هڅې بریالیتوب ته سیمه ییز قدرتونه په دې هیله من ول، چې مخکیني افغان حکومت یې تر یوه ځایه دا هیله پوره کړې وه .
مخکینی حکومت، چې د واک په وروستیو کې یې له متحده ایالاتو سره اړیکې ترینګلې شوې وې، وخت په وخت به یې پر دغه هېواد د فشار اچولو په نیت له چین، روسیې او نورو سره د اړیکو زیاتولو خبرداری ورکاوه.
خو اوسني حکومت له پيله تراوسه له لویدیزو هېوادونو سره، چې د حکومت تر ټولو لوی بهرني ملاتړي او مرستندویان دي، د اړیکو ښه ساتلو امتحان ورکړی .
د سیمه ییزو قدرتونو اهمیت
له لویدیزو متحدینو سره اړیکې پرخپل ځای، خو له سیمه ییزو قدرتونو سره د افغانستان د اړیکو ښه والی هم یوه مهمه اړتیا ده .
افغانستان مجبور دی، چې د پياوړې دیپلوماسۍ په وسیله له سیمې او نړۍ سره د خپلو اړیکو مناسب توازن وساتي . په دې برخه کې ځینې پرمختګونه لیدل کیږي، لکه: د ټاپي، کاسا زر پروژې، چابهار بندر، بېلاـ بېلې درې اړخیزې غونډې او نور .
شانګهای؛ یو ښه فرصت
د سیمه ییزو همکاریو سازمان شانګهای، چې په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې په محوریت د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ازبکستان په غړیتوب رامنځته او وروسته پراخ شو، اصلي موخه یې په سیمه کې د امریکا او ناټو د نفوذ مخنیوی و .
افغانستان له ۲۰۱۲ راهیسې په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه برخه واخیسته او اوس یې د رسمي غړیتوب غوښتنلیک وړاندې کړی دی .
له دغه سازمان سره د افغانستان همکاري او د ورننوتو هڅه له سیمه ییزو هېوادونو سره د اړیکو ښه کولو لپاره یو ښه فرصت کیدای شي .
افغان حکومت؛ په ځانګړي ډول ولسمشر غني، چې له سیمه ییزو هېوادونو سره یې د ښو اړیکو ساتل د پينځه حلقه یي بهرني سیاست یوه مهمه کړۍ ده، ورته په کار ده چې د شانګهای له سرمشریزې غونډې او نورو حاشیوي ناستو څخه یې له سیمې سره د خپلو ستونزو د حل لپاره لازمه استفاده وکړي .
له دې ناستې څخه د افغان حکومت ښه استفاده کولای شي افغانستان د سیمې او خپلو نړیوالو متحدینو ترمنځ د اړیکو له توازن څخه برخمن او له ټولو قوتونو څخه د خپلو ملي اړتیاوو او پروګرامونو د عملي کیدو لپاره ګټه واخلي .

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.